مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
بیا د اژه په بحیره کي د مهاجرو یوه کښتی ډوبه سوې ده
د ترکیې د غربي ساحل مخته د مهاجرو د یوې کښتی په غرقیدو سره ۱۸ انسانان وژل سوي دي. لکه څنگه چي ترکي رسنیو خبر ورکړی دی ، دغه کښتی پرون شپه د یونان داژه بحیرې د کالیمنوس جزیرې پر خوا روانه وه ، چي ډوبه سول. په کښتی کي نور۱۴ سوريايي، عراقي او پاکستاني مهاجرين بیاد ترکي ساحلي ساتونکو له خوا ژغورل سوي دي.
د ملګروملتو امنيت شورا د سوريې له پاره د سولي پلان تصویب کړ
د ملګروملتو د امنيت شورا د سوريې له پاره د سولي یو نوی پلان تصویب کړ. د شورأ ۱۵ غړو هیوادونو د رایو په اتفاق سره یو پریکړه لیک تصویب کړ، چي پر اساس به یې د جنوری په میاشت کي لا د اوربند او یوه مؤقتي حکومت د جوړولو پر سر خبري شروع کیږي. ددې مخکي د تر لسو هيوادو اضافه بهرنیو چارو وزیران د څو ساعته خبرو او مذاکراتو په جریان کي پر دغه پریکړه لیک باندي سره یو سوي وه.
اوباما غواړي ۲۰۱۶ م کال په لوړو اهدافو سره پای ته ورسوي
د امريکا متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباماغواړي د خپل جمهوري رياست وروستی کال په لوړو اهدافو سره پای ته ورسوي. اوباما د عیسوي کال په پای کي د خپل عنعنوي مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د ۲۰۱۶ م کال مهم هدفونه د سوريې د جنگ سیاسي حل ، د گوانتانامو د محبس تړل او د امریکا جزايي حقوقي اصلاحات وبلل. اوباما ټینگار وکړ، چي دسوريې د جنگ یوسیاسي حل د اسلامی دولت ډلي سره په مبارزه کي هم ډیر اهمیت لري.
اروپايي ټولني پر روسيې باندي بندیزونه د شپږو نورو میاشتو له پاره تمدید کړل
اروپايي ټولني پر روسيې باندي اقتصادي بندیزونه د شپږو نورو میاشتو له پاره تمدید کړل. دا په بروکسل کي د اروپايي ټولني د ۲۸ هيوادونو سفیرانو تصویب کړه . د اوکراین د بحران په ارتباط د روسيې پرضد دغه جزايي تدابیر به بې له یوې بلي دغه ډول فیصلې څخه په جنوری کي پای ته رسیدلي وای. خو د سفیرانو دغه فیصله باید دهر هیواد حکومت په جلأ جلأ ډول تصویب کړي.
پیکینگ پر امریکا باندي د راپاروني تورلگوي
د جنوبي چین دبحیرې یوې جزیرې ته د امریکايي جنگي جیټ طیارې ورننوتل د چین او امريکا دمتحده ايالاتو تر منځ دتشنج سبب سوی دی. پیکینگ د امریکا پر حکومت باندي د«یوه جدي نظامي تحریک» تور لگولی دی. ویل کیږي ،چي د چین پوځ دامریکايی طیارې عملې ته پرڅو واری خبرداري سربیره دډسمبر پر لسمه خپل پرواز ته ادامه ورکړه. د امریکايي رسنیو په حواله پنتاگون خبر ورکړی دی ، چي دغه قضیه به وڅیړي.