مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په فرانسه کي انتخابات د پاریس د حملو تر شعاع لاندي شروع سوه
په فرانسه کي د محلي انتخاباتو لمړی مرحله شروع سوه. د پاریس تر حملو وروسته انتخابات تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي تر سره کیږي .دتر ۴۶ ملیونو اضافه مستحق فرانسویان نوي جوړ سوي اداري واحدونه انتخابوي. د نظرپوښتنو پراساس د مارینه لوپین ښی اړخې ملي جبهه د پخواني محافظه کاره جمهوررييس نیکولاس سرکوزي پر شاوخوا ولسي اتحاد څخه لږ مخکي ده. تر هغه وروسته بیا د اوسني جمهوررييس فرانسوا اولاند سوسیالستان راځي.
د عدن والي په یوه حمله کي وژل سوی دی
د جنگ ځپلي هیواد یمن د شخړي دحل د یوه نوي کوښښ تر پیل کیدو لږ دمخه د عدن والي جعفر محمد سعد د سیمي د یوه حکومتي چارواکي او عیني شاهدانو په حواله وژل سوی دی. ویل کیږي ، چي یوه ځانمرگي بریدکونکي خپل موټردده د کاروان په مخکي واچاوه. په دغه پیښه کي لږتر لږه د والي شپږ ملگري هم وژل سوي دي . سعد همدا په اکتوبر کي والي سوی ؤ.
افغاني طالبانو د خپل مشر ملأ منصور صوتي پیغام خپورکړی دی
افغاني طالبانو یو صوتي پیغام خپورکړی دی ، چي گواکي د هغوی د رهبر ملأ اختر منصور ږغ پکښي اوریدل کیږي .هغه څوک چي خبري کوي، ویلي دي ، چي «زما د مرگ خبر ددښمن تبلیغات دي.» په داسي حال کي چي د استخباراتي او یاغیانو د مختلف رپوټونو پر اساس ویل سوي وه، چي ملا منصور دتیري سه شنبه په ورځ د پاکستان د «کوچلک» په سیمه کي د نښتو پر مهال زخمی سوی او یا وژل سوی دی.
په وینزویلا کي یو نوی پارلمان انتخابیږي
په وینزویلا کي پارلماني انتخابات تر سره کیږي. دا کیدلای سي د هیواد په سیاسي تگلاره کي تغیر راولي. د نظرپوښتنو پراساس به سوسیالسټان تر ۱۶ کالو وروسته اکثریت بایلوي. که انتخابات ښی اړخی اپوزیسوني اتحاد وگټي، نو جمهوررييس نیکولاس مادورو مجبوره دی ، سازش ته غاړه کښیږدي . مادورو دوه کاله مخکي د هوگو چاویز تر مرگ وروسته قدرت ته ورسیده. خودده تر رهبری لاندي په هیواد کی سخت اقتصادي بحران رامنځته سوی دی.
یوه سړي د لندن په میترو کي خلک په چاړه وهلي دي
یوه سړي د لندن د میترو په یوه سټیشن کي درې انسانان په چاړه وهلي دي ، چي یو د هغو څخه یې سخت زخمي دی. پولیس دغه حمله یو ترهگري برید بولي. د یوه عیني شاهد د رپوټ پراساس شکمن کس د حملې پروخت نارې وهلې ،چي «دا دسوریې په خاطر ده». بریتانيې همدا څوورځي کیږي ،چي په سوریه کي یې د اسلامی دولت پر موضع گانو باندي بمباری باندي شروع کړي دي.