مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په ترکيه کي د کردي مدافع وکیل تر وژلووروسته احتجاجونه
د ترکيې پوليسو په استانبول کي هغه یوه احتجاج ته په زور سره خاتمه ورکړه، چي د مشهوره کردي مدافع وکیل په خاطر سره راټول وي. پوليسو پر سل هاوو انسانانو باندي اوښکي بهونکی گاز او اوبه وپاشلې ، چي په اول سر کي یې د دیارباکیر د مدافع وکیلانو د ټولني رییس طاهر ایلسي دویشتلو په خاطریوه دقیقه چوپتیا غوره او وروسته یې د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل.
د اروپايي ټولني او ترکيې تر منځ د مهاجرینو د بحران له کبله سرمشریزه جوړیږي
د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشران نن په بروکسل کي د ترکيې د صدراعظم احمد دواد اغلو سره گوري. په دغه لیدنه کتنه کي به د مهاجرینو د بحران په هکله د لا ډیري همکاری په خاطر پریوه کاري پلان باندي کار وسي. ددې له پاره چي اروپا ته د مهاجرینو هجوم راکم سي، ترکيه باید خپل سرحدونه ښه وساتي او د قاچاقبرانو پر ضدعمل وکړي. ددې په مقابل کي به بیا ترکيې ته درې ملیارډه یورو په اختیار کي ورکول کیږي.
په جرمني کي د مهاجرینو په سرپناوو کي ۱۲ کسه ټپيان سوي دي
په برلین او زاکسن ان هالټ ایالت کي د مهاجرو په سرپناوو کي جنگونه رامنځته سوي او ۱۲ کسان پکښي ټپيان سوي دي . د برلین په یوه سرپناه کي پرون ماښام ځینومهاجرینو یو دبل په مقابل کي اوروژونکي ډبې سره کار کړې او پکښی اوه کسه سخت زخمیان سول . د زاکسن ان هالټ ایالت د کلیڅ په ښار کی هم د مهاجرو په یوه سرپناه کي جنگونه رامنځته ، او پکښي پنځه تنه ټپيان سوي دي.
روسيې پر ترکيې باندي اقتصادي بندیزونه وضع کړي دي
د مسکو او انقرې تر منځ د روسۍ جیټ الوتکي د ویشتلو پر سر کشمکشونه دوام لري. روسيې پر ترکيې باندي پراخ اقتصادي بندیزونه وضع کړي دي. د کریملین په حواله جمهوررييس ولاد یمیر پوتین د هغه مطابق یو فرمان امضأ کړی دی. ددغه فرمان پر اساس به د مؤقت وخت له پاره د ترکيې څخه ځینی معین شیان روسيې ته نه راواردیږي. همدرانگه روسي مسافرتي شرکتونه نور باید په ترکيه کي د تفریح له پاره پروگرمونه عرضه نه کړي.
ولادیمیر کلیچکو خپل دنړیوالي اتلولی لقب بایلود
بوکسر ولادیمیر کلیچکو په درانه وزن کي خپل دنړیوالي اتلولۍ لقب بایلود. دغه اوکراینی په دوسلدورف کي د بوکس د مسابقې پر وخت په حیرانوکي ډول سره پر خپل حریف توسن فوري-Tyson Furyباندي مسابقه بایلوله. په دې ډول سره هغه تر نهه نیمو کلو وروسته د نړیوالي اتلولۍ کمربندونه هم بایلول.