مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په بروکسل کي میترو بنده سوې ده
د ترهگري خبرداري لمړی درجې احضاراتو تر اعلانولو وروسته په پایتخت بروکسل کي دمیترو تگ راتگ بند سوی دی. د میترو چلونکي شرکت خبر ورکړی دی ، چي هغه به ټوله شنبه ورځ بنده پاته سي. خو بسونه او برقي موټران به د پخوا په ډول عادي تگ راتگ وکړي. د طیارو پروازونه هم په عادي ډول صورت نیسي او د احضاراتو تر تدابیرو لاندي نه راځي .
د یوه سري رپوټ پراساس به ناټو د افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ډیر کړي
د یوه سري رپوټ پراساس ناټو په افغانستان کي نور اضافه ماموریت ته لار هواروي. الماني خبري آژانس dpa خبرورکړی دی ، چي د افغانستان د ماموریت له پاره په یوه پټ رپوټ کي د ناټو قومندانانو د افغان حکومت وفاداره قواوو دډیري حمایې خبره کړې ده. خو ایا ناټو غړي هیوادونه اوس بیا باید ډیر خطرونه ومني ؟ په دې هکله شاید لمړنی فیصله سوې وي.
د پاریس تر حملو وروسته په ترکیه کي څو کسان نیول سوي دي
د پاریس تر حملو یوه اونی وروسته په ترکیه کي درې کسان بندیان سوي دي. د ترکیې د حکومت یوه استازي ویلي دي ، چي یو د هغو څخه بلجیمی مراکشي دی .امنیتي قواوو هغه د ترکیې د اناتولیا په تفریح ځای کي په یوه لوکس هوټل کي نیولی دی. پر هغه باندي شک کیږي ، چي په پاریس کي یې د حملو ممکنه اهدافو معلومات ورکړی دی. ددوو نورو تنو په باب تراوسه پوري رسمي معلومات نه دي ورکول سوي.
ناټو غواړي مونتنیگرو د نوي غړي په حیث ومني
د«ویلټ» المانۍ ورځپاڼي دډیپلوماټانو په حواله لیکلي دي ، چي په ډسمبر میاشت کي به ناټو مونتنیگرو د نوي غړي په حیث ومني. خو د ناټو غړو هيوادو بهرنیو چارو وزیرانو په عین حال کي ویلي دي ، چي داد نورو کاندیدانو لکه بوزنیا او مقدونیې له پاره د اتوماتیک منلو په معنی نه ده. د ورځپاڼي په حواله روسيې د ناټو ډیرو هيوادونو ته خبرداری ورکړی دی، چي د مونتنیگرو شمولیت به ددوی سره مناسبات نور هم خراب کړي.
اوباما غواړي د مهاجرت د قانون اصلاحات د محکمې له لاري عملي کړي
دمهاجرت د قانون د اصلاحاتو په پروگرام کي د جمهوري غوښتونکو سره دسختو شخړو له کبله جمهوررييس بارک اوباما د هیواد ستري محکمې ته مراجعه کوي. سپیني ماڼی د امریکا ستري محکمې یا سپریم کوټ- Supreme Court ته هغه وخت مراجعه وکړه ، کله چي ایالتي محکمې د جمهوررييس دفرمانو مانع سولې . ددغو فرمانونو پراساس په امریکا کی په ملیونو غیر قانوني مهاجرو ته د قانوني اقامت زمینه برابریږي.