مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د فرانسې په ترهگري بریدونو کي لږترلږه ۱۲۷ کسان وژل سوي دي
پر طنزي مجلې «شارلي ابدو » باندي تر ترهگري حملې لس میاشتي وروسته پاریس بیا یوې سختي ترهگري حملې لړزولی دی. د رسنیو په حواله په ډیرو ځایونوکي د بریدونو په نتیجه کي لږترلږه ۱۲۷ کسان وژل سوي اوډیر نور زخمیان سوي دي. جمهوررييس فرانسوا اولاند په عاجل ډول اضطراري حالت اعلان کړی دی ، اوتر۱۵۰۰ اضافه عسکر د ښار امنیت ساتلو په خاطر گمارل سوي دي . تر نیمي شپې پوري لا دپیښي پوره وضاحت موجود نه ؤ.
میرکل وايی چي حکومت یې د مهاجروپر بحران باندي کنټرول لري
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل دا خبره رد کړې ده ، چي گواکي دې پخپله او حکومت یې د مهاجرینو پر بحران باندي کنټرول له لاسه ورکړی دی. میرکل د دوهم الماني چینل سره په مرکه کي وویل ، چي «دا او حکومت یې پر حالاتو باندي کنټرول لري .» دې ټینگار وکړ، چي دا پر خپلي تگلاري باندي ولاړه ده او د هغې لپاره مبارزه کوي .هغې اضافه کړه، چي «زه ددې طرفدراه یم، چي موږ د جرمني څخه دوستانه تصویر ورکړو.»
دسوریې کنفرانس هم د پاریس د ترهگري حملو تر اغیزي لاندي دایریږي
د سوریې د بحران د حل په خاطر د تر ټولو لوی کنفرانس په مناسبت دوې اوونی دمخه د امريکا، روسیې او ۱۵ نورو هيوادو، د هغې جملې څخه دښمنو هيوادو ایران او سعودي عربستان پردې باندي موافقه کړې وه، چي په گډه سره یو مؤقتي حکومت جوړ او اوربند رامنځته کړي. اوس باید په ویانا کي پر مشخصو اقداماتو باندي کار وسي ، چي څنگه دغه هدفونه تر لاسه کیدلای سي . خو کنفرانس به د پاریس د ترهگري حملو تر سیوري لاندي راسي.
د نړی اکثریت مشرانو د پاریس د حملو په مقابل کي کرکه ښوولې ده
د پاریس ترهگري حملې په ټول نړی کی د کرکي سره مخامخ سوي دي. جمهوررييس بارک اوباما، صدراعظمه انګيلا ميرکل او ډیر نور سیاستوال ددغي پيښي څخه حیران سوي او د فرانسې سره یې خپله همدردي ښوولې ده. اوباماوویل، چي «موږ یوواربیا یو وحشتناکه عمل مشاده کړ، چي پکښي بېگناه خلک ووژل سول .» ميرکل هم دهغه څخه ژورخفگان ښکاره اوویې ویل ، چي زما فکر او تصور «د قربانیانو ، د هغوی د کورنیو او فرانسې دولس سره دی.»
په لويديځ اردن کي بیا دوه اسراييلیان وژل سوي دي
یو اسراييلی پلار او زوی یې د لويديځ اردن په جنوبي برخه کي د یوه مسلحانه برید په ترځ کي وژل سوي دي. د اسراييلي پوځ په حواله د هیبرون د ښار سره نژدې د هغوی پر موټر باندي فیرونه سوي دي. یو بل ځوان زخمي سوی هم دی. ددې دمخه محلي رسنیو د فلسطيني او اسراييلي امنیتي قواوو تر منځ په سیمه کي دنښتو څخه خبر ورکړی ؤ.