مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د آلمان ږغ څخه د نړۍ او سيمي لنډ خبرونه په لنډ متن او انځور کي دلته کتلای سئ.
څه ناڅه ۳۰۰۰ مهاجرين د هنگري څخه اطریش ته رسیدلي دي
څه نا څه ۳۰۰۰ کډوال د بوداپست د اورګاډو په مرکزي تمځای کي تر څو ورځني انتظار او د هنگري له پولیسو سره تر کشمکشونو وروسته د شنبه ورځي په سهار اتریش ته ورسیدل. د اتریش پولیسو خبرورکړی دی چي د ورځې په اوږدو کې د کډوالو شمیر دوه برابره لوړیدای سي. کډوال په څو بسونو کي له سرحد څخه تیر سوي دي. هغه کډوال هم چي پر لویو لارو باندي په پښو راروان سوي ول، وکړلای سول بسونو او نورو موټرونو ته ورپورته سي.
برلین په افغانستان کي د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کي خپل رول رد کړ
د جرمني دفاع وزارت د «نیویارک ټایمز» هغه رپوټ رد کړی دی، چي الماني عسکر په افغانستان کي د امریکايی بې پیلوټه الوتکو د هدفونو په ټاکلو کي برخه لري. دغي ورځپاڼي په جمعې ورځ لیکلی و، چي الماني او سویدني سرتیري په کابل کي د ناټو په عملیاتي مرکز کي د هوايي بریدونو د هدفونو په ټاکلو کي برخه لري. خو په برلین کي د دفاع وزارت ويلي چي یوازي ارتباطي افسر معرفي کوي، چي د هدف په ټاکلو کي برخه نه اخلي.
په یمن کي د متحده عربي اماراتو ۲۲ سرتیري وژل سوي دي
ي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان په رهبرۍ د پوځي اییتلاف په عملیاتو کي په یمن کي د متحده عربي اماراتو ۲۲ سرتیري وژل سوي دي. دا خبر د اماراتو دولتي خبري آژانس WAM ورکړی دی. خو د اماراتو نظامي رهبري دهغوی د وژل کیدو جزییات نه دي ورکړي. د یمني پوځ سرچینې وايي، چي هغوی د ختیځ مغرب ولایت د وسلو د یوې ډيپو په چاودنه کي له وژل سوي دي.
تاجکستان: په بريدونو کي لږ تر لږه ۱۷ انسانان ووژل سول
په تاجکستان کي پر پولیسو باندي په دوو بریدونو کي لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل سوي دي. د کورنیو چارو وزات د دغې حملې مسؤلیت د منع سوي گوند «اسلام بیرته پیدایښت» پر غړو باندي وراچولی دی. د وزارت په حواله، هغوی د پلازمیني دوشنبه په ختیځ کي د پولیسو پر پوسته او هوايی ډگر سره نژدې پر امنیتي ځواکونو باندي فیرونه کړي دي. په هغو کی نهه بریدکونکي وژل سوي او ډیر شکمن کسان نیول سوي دي.
سعودي پاچا سلمان واشنگټن ته تللی دی
په جنوری میاشت کي ترپاچاکیدو وروسته د لمړي ځل له پاره د سعودي عربستان پاچا سلمان د خبرو اترو په خاطر واشنگټن ته تللی دی. د ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو اترو یوه مهمه اجنډا د سعودي عربستان له خوا له ایران سره د اټومي تړون د سخت ردیدو موضوع ول. د سعودي د دغه شیعه رقیب سره د اټومي تړون تر معاملې وروسته د امريکا متحده ايالاتو سره مناسبات په ښکاره ډول ساړه سوي ول.