مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په متن او انخورونو کي
شټاین مایر په افغانستان کي د طالبانو سره د خبرو هیله څرگنده کړه
د دغه یوه ورځني سفر په جریان کي ،چی د امنیتي دلایلو له کبله پټ پاته سوی ؤ، شټاین مایر غواړي د جمهوررييس اشرف غني او نورو حکومتي استازو سره خبري وکړي. ددوی د خبرو اصلي اجنډا به په افغانستان کي د پخلایني دپروسې د ځنډیدو په باب وي. نوموړي کابل ته تر رسیدو وروسته وویل ، هغه خبري چي جمهوررييس غني د طالبانو سره په ډیر جرأت شروع کړي وې ، حتمي باید بیرته ادمه پیدا کړي.
افغان امنیتي ځواکونو د هلمند موسی قلعه ولسوالي بیرته نیولې ده
د هلمند د و لایت ویاند عمرځواک د یکشنبه په ورځ وویل، چي افغاني ځواکونو په هغو عملیاتو کي چي د جمعې په ورځ د موسی قلعه ولسوالۍ د بیرته نیولو په خاطرپیل کړي وه، د طالبانو څخه بیرته هغه په بریالیتوب سره په لاس راوړې ده. ده زیاته کړې ده، چي په دغو عملیاتو کي ۶ عسکر وژل سوي او ۱۴ تنه نور زخمیان دي.
د طالبانو لخوا تښتول سوی اوکراینی بیرته ازاد سوی دی
اوکراینی دیمترو بایلي چی د افغان طالبانو سره بندي ؤ، د روسيې په کومک ازاد سوی دی. دغه خبر د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د شنبه په ورځ ورکړ. دغه وزارت ویلي دي، چي بایلي د روسي چارواکو د کوښښونو په نتیجه او افغان چارواکو سره په گډه همکاري کي را ازاد سوی دی. خو دغه وزارت د نوموړی اوکرایني د ازادیدو نور جزییات نه دي ورکړي.
په لس هاوو زرو لبنانیانو د حکومت پر ضد مظاهرې وکړې
د لبنان په پایتخت بیروت کي په لس هاوو زرو انسانانو د حکومت او په اداري فساد اخته سیاستوالو پر ضد مظاهرې وکړې. «تاسي بوی ورکوی» تر شعار لاندي مظاهره کونکي د ښار په مرکز کي سره راټول سوي وه او په هیواد کي یې د انبارو او کثافاتو د جمع کیدو د بحران پر ضد شعارونه ورکول. د تیري یکشنبې د ورځي په مظاهرو کي د مظاهره کونکو او پولیسو تر منځ اخ و ډب رامنځته سوی ؤ.
د هنگري او صربستان تر منځ سرحدي لانجمن ديوال جوړ سو
په بوداپست کي ددفاع وزارت خبر ورکړی دی، چي د ۱۷۵ کیلومتره سرحد په امتداد په درو قطارونو کي اغزي لرونکی دیوال کاملأ جوړ سوی دی. د هنگري ښې اړخه محافظه کاره حکومت هیله مندي لري، چي په دې وسیله به تراوس لږ مهاجرین د جنوب شرقي اروپا او هنگري څخه تیر سي. خو تیرو ورځو ښکاره کړه ، چي دغه دیوال د ډیرو مهاجرینو مخه ونه نیولای سوای.