1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر له ښوني او روزني سره ډیره لېوالتيا ښيي

۱۳۹۵ آبان ۲۶, چهارشنبه

ډیر وخت دا یوه معما وه، چي څوک د یوه مهاجر په توگه جرمني ته راځي او ولي راځي؟ اوس یو نوی رپوټ ښيي چي د پناه غوښتونکو په منځ کي تعلیمي سطح کاملأ متفاوته ده. خو په عمومي ډول یې سطحه لوړه ده.

https://p.dw.com/p/2SlXo
Symbolbild Bildung Migranten Schule Lernen Lesen Schulbuch
انځور: picture-alliance/Joker

جرمني ته راغلي مهاجر څوک دي او د ښه داغام له پاره یې څه ډول مسلکي او تعلیمي سندونه له ځانو سره راوړي دي؟ د دې پوښتني په هکله په تیرو میاشتو کي ‌ډیر اټکلونه وسول. خو د کار بازار او مسلکي تحقیقاتو انستیتوت(IAB ) په مشرئ یوه تازه نظر پوښتنه غواړي اوس په دې هکله په بحثونو کي شفافیت رامنځته کړي.

په همدې خاطر په تیرو میاشتو کي د شاوخوا ۲۳۰۰ مهاجرو څخه پوښتني وسوې، چي عمرونه یې تر ۱۸ کلونو لوړ وه. د نوي رپوټ مهم پیغام دا دی، چي د مهاجرو یوه لویه برخه ښه مسلکي کسان دي او همدارانگه هغه کسان چي کښته تعلیمي درجه لري، هم له ښووني او روزني سره ډیره ليوالتيا ښيي.

د تعلیم بېلابېلي درجې

د دغي نظرپوښتني په جریان کي څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلي دي، چي هغه کسان چي له ۲۰۱۳ م کال راهیسي جرمني ته مهاجر سوي دي، ډیري زیاتي متفاوتي تعلیمي درجې لري. څیړونکي حتی د هغوی د تعلیمي سطحي د دوه قطبي خبره کوي. د مثال په ډول د یوه گروپ تعلیمي سطحه ډیره لوړه او د هغې بلي ډلي دا ډیره کښته ده.

څوک پناه غواړي

د هغوی د تعلیمي شرایطو پر توپیر سربیره څیړونکي په عمومي ډول په هغوی کي د ښوني او روزني سره لېوالتيا ډیره لوړه بولي. د مثال په ډول ۴۶ سلنه مهاجر غواړي په جرمني کي خپل مکتبونه پای ته ورسوي. ۶۶ په نظر کي لري ، چي یوه مسلکي زده کړه وکړي او ۲۳ فیصده حتی کوښښ کوي، چي پوهنتونونه ووايي.

داچي دغه مسلکونه به څه وخت په اصطلاح ثمره ورکړي او کارونه به د خپل مسلک او تحصیل سره سم پیدا کړي، څیړونکي په هغه باندي سم نه پوهیږي. خو د کار بازار او مسلکي تحقیقاتو انستیتوت(IAB) څخه د پروفیسر هیربرت بریوکر په نظر د پخوانیو تجربو څخه دومره معلومه ده، چي د مهاجرت تر راتگ درې کاله وروسته څه ناڅه ۳۰ سلنه مهاجر کارونه پیدا کوي او تر پنځو کلونو وروسته بيا دغه سلنه پنځوسو ته رسيږي.

نور مطالب: