مهاجر ـ هيڅ چيري هم امنيت نسته
۱۳۹۵ شهریور ۲۵, پنجشنبه
آکسفام د آلمان په پلازمېنه برلين کي وويل چي تقريبا څلور مليونه مهاجر داسي دي چي له يو جګړه ځپلي هيواد څخه تښتېدلي او د تاوتريخوالي سره مخامخ او بې ثباته بلې سيمه ته مهاجر سوي دي. دا په داسي حال کي چي په نړيواله توګه تقريبا ۶۵ مليونه انسانان په تېښته کي دي.
له ياد شمېر څخه زياتره دغه مهاجر په خپل هيواد کي دننه بې ځايه او په تېښته کي دي. له يادو ۶۵ مليونو مهاجرو څخه ۲۵ مليونه يې هغه مهاجر دي چي له يو هيواد څخه بل هيواد ته مهاجر سوي دي.
خو زيات شمېر مهاجر له خپل هيواد څخه د هجرت وروسته په هغو هيوادونو کي هم د ناامنیو سره مخامخ دي، کوم هيواد ته چي دوی هجرت کړی دی. په دې تړاو آکسفام د «بېلې جګړې، مشترک بحران» په نوم په خپل وروستي راپور کي ۱۵ داسي هيوادونه ليکلي دي چي اوسېدونکي يې له يوې بحراني سيمي څخه و بلي ته مهاجر سوي دي.
په دغو هيوادونو کي افغانستان، عراق او سوډان شامله دي. په راپور کي بېلګه راوستل سوې چي تقريبا ۲۹۰ زره انسانان له سوري، ايران او له فلسطيني سيمو تښتېدلي او عراق ته يې پناه وړې ده. په راپور کي په ټوليزه توګه ۱۵ داسي هيوادونه ياد سوي چي له نورو هيوادونو څخه ورته انسانان پناه ور وړې خو پخپله په دغو هيوادونو کي د وسله والو لانجو له کبله ۱۶۰ زره انسانان وژل سوي دی.
آکسفام په راتلونکې اونۍ په نيويارک کي د مهاجرت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمشريزي څخه تر مخه د دې غوښتنه کړې ده چي په نړيواله توګه دي د مهاجرو د امنيت له پاره اقدامات وسي. دغه سازمان ویلي چي «د حکومتونو او دولتونو مشران بايد بالاخره خپل مشترک مسؤليت وپېژني او ورته لبيک ووايي. هغوی بايد په خپلو هيوادونو کي په ښکاره توګه لا زياتو هغو انسانانو ته پناه او امن ورکړي چي د ګواښ سره مخامخ دي.»
د آکسفام د راپور په وينا اوس وخت رارسېدلی دی چي د مهاجرو له پاره با امنه د مهاجرت لاري برابري کړل سي، د بېلګي په توګه د مهاجرو سره د هغوی د کورنۍ د يوځای کولو په مقصد و کورنۍ ته يې د ويزو ورکول. آکسفام غوښتنه کړې چي د دغه مقصد له پاره بايد چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير او د پراختيايي مرستو وزير ګېرد ميولر د نيويارک په سرمشريزه کي پر دې ټينګار وکړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.08.2016):