1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

" مهاجر د مسلکي کارگرانو د کمبود ستونزه نه حلوي"

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۲۲, یکشنبه

د آلمان د کار آژانس رئیس وایې چې مهاجر به په دغه هیواد کې د متخصصو کارگرانو تشه ډکه نه کړي. د هغه په خبره یوازې له ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنه مهاجر د آلمان په ستندرد د کاري صلاحیتونو درلودونکي دي.

https://p.dw.com/p/1ISnC
انځور: picture-alliance/dpa/T. Frey

په آلمان کې د کار د ادارې مشر فرانک یورگن وایزه، د یکشنبې په ورځ له «دویچه فونک» راډیو سره په مرکه کې وویل چې آیا د کډوالو هجوم موږ سره د مسلکي کارگرانو د کمبود ستونزې حلولو په برخه کې مرسته کوي؟ آیا دوی د هغې ستونزې په برخه کې چې موږ یې د خپلې ټولنې په ارتباط لرو مرسته کولی شي او که څنگه؟

وایزه په عین وخت کې د کډوالو له پاره د المان فدرالي ادارې مشر هم دی.د وایزه په اند په بهترین وضعیت کې مهاجر کولې شي د دغې ستونزې د حل په برخه کې یوازې ډیره لږه ونډه ولري.

نوموړي له دوچه فونک راډیو سره په مرکه کې وویل چې هغه مهاجر چې آلمان ته رازي د هغو یوازې له ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنه یې د لازمو کاري صلاحیتونو درلودونکي دي.:«که هغوې وغواړي، نو ورته نسبتاً ژر کار پیدا کیږي.»

وایزه د دغې مرکې په دوام وویل، که څه هم ډیر شمیر نور مهاجر چې آلمان ته رازي د آلمان په ستندرد یې روزنه نه وي ترلاسه کړی، خو دوی کاري تجربه لري: «دوی فعاله ول، کار یې کړی، د بیلگې په توگه د موټرو په ترمیم اخته ول او یا یې کورونه جوړ کړي دي.»

د هغه په خبره اوس باید داسې کار وکړو چې د مهاجرو د دغې ډلې تجربې د آلمان له سیستم سره مطابقت پیدا کړي. وایزه زیاته کړه چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره به د راوان کال تر پایه پورې د کډوالو یو میلیون دوسیو ته رسیدگي وکړي. د هغه په خبره د کډوالو د دوسیو د ارزونې موده به له اتو میاشتو څخه دریو میاشتو ته را لنډه شي.

وایزه وویل: په هغه صورت کې چې دې هدف ته ورسیږو هغه بودیجه چې د کډوالو د ادغام د روزنیزې دورې او آلماني ژبې د کورسونو له ټاکل شوې ده، احتمالاً باید ډیره شي.

خو د آلمان د مالیې وزیر ولفگنگ شوېبله، د محاسبې له مخې په روان کال کې به د پناه هندگۍ غوښتنلیکونه په مراتبو لږ دي، نو په هم هغه اندازه به د ادغام او آلماني ژبې د روزنیزو دورو لگښتونه هم ټیټ وي.

آلمان ته د راتلونکو کډوالو شمیر ډیر ټیټ شوی دی. تیر کال د دسمبر په میاشت کې ۱۲۰ زره کډوال آلمان ته راغلي ول، خو د روان کال په مارچ میاشت کې دغه شمیر ۲۰ زرو ته راټیټ شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب