1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجر خوړل» هنري فعاليت له پاره پرواز لغوه سو

آژانسونه / ا.و.څ.۱۳۹۵ تیر ۸, سه‌شنبه

د «مهاجرو خوړل» په نوم د هنري فعاليت له پاره ځانګړی پرواز لغوه سو. د دغه فعاليت په ترڅ کي بايد ۱۰۰ پناه غوښتونکی برلين ته راوستل سوي وای.

https://p.dw.com/p/1JEt3
Deutschland Flüchtlinge Fressen Not und Spiele Zentrum für Politische Schönheit
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د اير برلين په نوم هوايي شرکت د مهاجرو د لېږد تړون لغوه کړی دی. دغه مهاجر بايد چي پر وخت د برلين هوايي ډګر ټېګل ته راوړل سوي او بيا و ماکسيم ګورکي تياتر ته بېول سوي وای.

د تمثيل د مسؤلينو په وينا د يو هنري فعالیت په ترڅ کي پلان دا ؤ چي کله چي دغه پناه غوښتونکي له هوايي ډګر څخه و تياتر ته ورسيږي، نو ورباندي د پړانګانو ور خوشي کولو تمثيل وسي چي ګواکي پړانګان دغه مهاجر «څيري او خوري يې.» دغه تمثيل ته د «مهاجر خوړل» نوم هم ورکول سوی دی.

که څه چي د اير برلين هوايي شرکت د تمثيل له پاره د رابلل سوو مهاجرو له وړلو څخه پر شا سوی دی، خو د تمثيل د مسؤلينو وياندي ويلي چي د هغه باوجوده به دغه تمثيلي پارچه د پلان سره سمه نندارې ته وړاندي کړله سي.

د اير برلين شرکت ويلي چي د «هنري توکی انسان» په نوم اتحاديې سره يې تړون وکړ چي له ترکيې څخه به څو کسان برلين ته په يو ځانګړي پرواز کي راولي. د دغه شرکت په وينا خو د تړون د لاسليک کېدو وروسته ورته د دغو مسافرو او د لېږد په تړاو نور اړخونه معلوم سول. دغه تمثيل د «اضطراري او د لوبو مرکز د سياسي ښکلا له پاره» په نوم سازمان له خوا تمويليږي.

ياد هوايي شرکت زياته کړې چي د بېلګي په توګه د زيات شمېر مسافرو له پاره د سفر کولو رسمي اجازه نه وه موجوده. د شرکت په وينا په دغه اړخ باندي يادې اتحاديې شرکت نه ؤ خبر کړی. د هوايي شرکت په وينا د مسافرو د اسنادو د نشته والي د معلوماتو د روښانه کېدو وروسته د فعاليت تر سره کوونکي اتحاديې چي د مسافرو د لېږد د تړون یو اړخ دی، په وړاندي يې اعتماد په دوامداره توګه زيانمن سو. د دې څخه تر مخه د بلډ په نوم آلمانۍ ورځپاڼي په دې تړاو راپور ورکړی ؤ.

د پارونو له پاره شهرت لرونکي يادي اتحاديه غواړي چي په خپل دغه هنري فعاليت او تمثيل سره دې موضوع ته د خلکو پام راواړوي چي مهاجر د هوايي لاري او بېله د خپل ژوند په خطر کي اچولو سره آلمان ته سفر کوي. پلان سوې وه چي په دې ترڅ کي ۱۰۰ سوريايي پناه غوښتونکي د خپلي کورنۍ سره يوځای سوي وای.