1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر باید د ګوتو له نښان سره ثبت شي

۱۳۹۵ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

په اصطلاح په جعلي هویت سره، د ټولنیز جعل کارۍ پر ضد مبارزې په برخه کې د مهاجرو له پاره د آلمان فدرالي ادارې له خوا فشارونه زیات شوي دي. په ښارونو کې د مهاجرت ادارې چارواکي باید د ټولو مهاجرو د ګوتي نښان واخلي.

https://p.dw.com/p/2XWaM
Symbolbild Registrierung Fingerabdruck Flüchtling
انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel

د مهاجرو او پناه غوښتني له پاره د آلمان فدرالي ادارې نوی مشر یوتا کورت، آلماني ورځپاڼې «نوی پریسه» ته ویلي دي  چي «دلته د مهاجرت ادارې ټول مسئولین دنده لري چې د ټولو هغو کسانو د ګوتو نښان واخلي چې دوی يې د پناغوښتونکي په توګه ثبتوي او هغه بیا د نوم ثبتولو له مرکزي ادارې سره مقایسه او سر ورکړي.»

د څو ګوني هویت لغو کول

کورت ویلي دي چې د مهاجرو له پاره د آلمان فدرالي اداره (BAMF) حتی د تیر کال له مني راهیسې د ټولو مهاجرو د ګوتو نښانونه له هغو نښانونو سره پرتله کوي چې له امنیتي چارواکو سره دي. په دې توګه اوس د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره کولای شي، د پناه غوښتني په پړاو کې د څوګوني هویت مخنیوی وکړي.

وروستی ځل د جنوري میاشتۍ په لومړیو کې د آلمان د انکشافي چارو وزیر ګرد مولر، په یوه مرکه کې «تر میلیونونو ایرو زیات» هغو ټولنیزو مرستو خبره وکړه چې «په جلا جلا نومونو د مهاجرو د نوم ثبتولو له طریقه» په مصرف رسول شوي دي.

د تروریستي ګواښونو او په اصطلاح مختلفو ناوړه ټولنیزو چلندونو په پام کې نیولو سره مولر، له هغه وخت څخه د ټولو هغو مهاجرو د دویم ځلي کنترول غوښتنه وکړه چې آلمان ته داخل شوي دي.

له ۷ مختلفو نومونو څخه په استفادې د پیسو ترلاسه کول

د آلمان په نیدرزاکسن ایالت کې یوه پیښه د تودو بحثونو سبب شوه. د آلمان د هانوور ښار یوې محکمې یو پنا غوښتونکی په دې تور محکوم کړ چې له ۷ مختلفو جعلي هویتونو څخه په استفادې یې د کډوالو له پاره د ټولنیزو مرستو څخه ۲۱۷۰۰ ایرو پیسي اخیستي دي.

دا کس د سوډان هیواد تبع وو چې په یو کال او ۹ میاشتی بند محکوم شو. سربیره پر دې دغه ۲۵ کلن سوډانی باید ۲۰۰ ساعته په اجباري ټوګه ټولنیز خدمت وکړي.

 

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: