1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجرین د تاوتریخوالي قربانیان دي، عاملین نه»

۱۳۹۴ آبان ۲۹, جمعه

انګلا میرکل او ویرنر فایمن د اروپایي اتحاديي له غړو هیوادونو څخه غوښتي چې مهاجرو سره مرسته وکړي. هغوي همداراز وویل چې د مهاجرو عاجل مرکزونه باید جوړ شي او همداراز له ترکیي سره نږدي همکاري وشي.

https://p.dw.com/p/1H9m9
Angela Merkel und Werner Faymann
انځور: Reuters/H. Hanschke

انګلا میرکل او د هغې اتریشي سیال ویرنر فایمن د پنجشنبې په ورځ د دوی تر منځ د نږدې همکاریو ستاینه وکړه او د اروپایي اتحادیې له نورو غړو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې د مهاجرو د کړکیچ د حل له پاره خپلې هڅې ډیرې کړي.

میرکل همداراز پر پاریس د بریدونو په اړه هم خپله خواشینۍ څرګنده کړه. هغې وویل: «دا زموږ پر اساسي ارزښتونو، د ژوند په طریقې او آزادی برید دی. او د نړۍ ټول ازاديپاله هیوادونه باید سره یو ځاې شي تر څو د دې پیښې عاملین پیدا کړي او زموږ د ژوندون طریقه حفاظت کړي.»

میرکل همداراز له فایمن څخه د هغه د همکاريو له پاره مننه وکړه. آلمان او اتریش د مهاجرو د کړکیچ په حل کې له یو بل سره نږدي اړیکه لري.

د آلمان صدراعظمې همداراز تاکید وکړ چې د اروپایي اتحاديې نور غړي هیوادونه خصوصا هغه هیوادونه چې د دې اتحاديې په پولو کې موقعیت لري باید د مهاجرو د کړکیچ په حل کې خپلې هڅې ګړندی کړي.

اروپار ته د ننوتو څخه دمخه د مهاجرو د ثبت مرکزونو ته په اشارې سره میرکل وویل: «د مهاجرو د ثبت عاجل مرکزونه باید هر څه زر په ایتالیا او یونان کې جوړ شي.»

فایمن هم د اروپایي اتحادیې پر نورو هیوادونو غږ وکړ چې د مهاجرو د کړکیچ د حل له پاره هڅو ته شدت ورکړي. د اتریش صدراعظم وویل چې د کډوالو د کړکیچ د حل له پاره اسانه لاره نشته او یوه لاره یې دا ده چې ترکیې سره همکاري ډیره شي او همداراز انقرې ته د درې میلیونه یورو نقدي مرسته وشي.

د مهاجرو په اړه فایمن وویل: «دا کسان [د جرمونو] قربانیان دي، عاملین نه دي.»