1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په کومو برخو کې د مهاجرو په اړه انديښنې زياتې دي؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

په آلمان کې يوه نوي ترسره شوې نظرسنجي ښيي چې د مهاجرو په هکله د آلمانيانو نظر د ۲۰۱۵ کال څخه تر اوسه يوازې ډير کم تغیر کړی دی. د ختيځ آلمان په ځينو برخو کې لا هم د مهاجرو په اړه شکونه او انديښنې موجودي دي.

https://p.dw.com/p/2cwJH
Deutschland Ankunft von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle

په آلمان کې يوه نوي ترسره شوې نظرسنجي ښيي چې مهاجرو په هکله د آلمانيانو نظر د ۲۰۱۵ کال څخه تر اوسه يوازې ډير کم تغیر کړی دی. د ختيځ آلمان په ځينو برخو کې لا هم د مهاجرو په اړه شکونه او انديښنې موجودي دي.

په آلمانيانو کې د مهاجرو په هکله د شک او خوشبينۍ کچه، د دغه هيواد په هغو سيمو کې چې پخوا د شرقي او غربي آلمان اړوند وې، توپير لري.

په دې اړه په لمړي ځل په ۲۰۱۵ کال کې د «آلمان د پروتيستانو کليسا» لخوا تحقيق ترسره شو. دغې کليسا د ۲۰۱۵ کال له نوامبره د ۲۰۱۷ کال تر اپريل مياشتې پورې له ۲۰۰۰ کسانو سره مرکې کړي دي. د تحقيق په دغې موده کې د دغو کسانو له هر يوه سره پنځه ځله تيلفوني اړيکي نيول شوي او د مهاجرو په هکله د هغو نظرونه او تجربې پوښتل شوي دي.

د يادو کسانو له ډلې څخه ۳۶.۷ سلنې يې ويلي دي چې دوي مطمئین دي چې آلمان به د هغو ستونزو په هوارې کې بریالی شي چې د مهاجرت له سيلونو سره رامنځ ته شوي دي. هغه کسان چې د آلمان په مديريت شک لري اندازه يې ۳۱.۶ سلنه ښودل شوې ده. خو په ۲۰۱۵ کال کې د هغو کسانو شمير په اکثريت کې قرار لرود چې د آلمان پر ښه مدیريت يې شک لاره.

د آلمان په ختيځو سيمو کې که څه هم له مهاجرو سره کاري بوختياوي زياتې دې خو لا هم په کې د مهاجرو په اړه شکونه او منفي نظرونه په خپل حال پاتې دي. دغه ميزان په ختيخ کې ۷.۷ سلنه او په لويديځ کې ۷.۴ سلنه ده.

د ټولنيزو چارو کارپوهه پترا انګلا آهرنس وايي: « د مهاجرو په چارو کې زيات فکر او تمرکز کول په خپله د دې ښکارندوي کوي چې ډيری خلک پر مهاجرو شک لري».

اخراج باندې ټينګار خو استثنا سره

د اخراج په هکله د تحقيق ۳۹ سلنه ځواب ورکونکو ويلي دي رد شوي مهاجر دې «هرومرو اخراج شي». په عين وخت کې د دغې ډلې زيات شمير کسانو بيا ويلي دي چې بايد په دې برخه کې استثنا شتون ولري. د بيلګه په توګه هغه مهاجر چې آلمان کې يې کلونه کلونه ژوند کړی او اوس په ټولنه کې مدغم شوي او خپل ژوند یې جوړ کړی دی، نبايد اخراج شي.

نورې انديښنې

که څه هم مهاجرو په هکله مثبت فکرونه زيات شوي دي، خو دا په دې مانا نده چې د خلکو انديښنې دې د مهاجرو، په ځانګړې توګه د مهاجرت د سيلونو په هکله کمې شوې وي.

نژدې دوه دريمه برخه کسانو چې د تحقيق په لړ کې يې پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي، په آلمان کې د جرمونو، جنايتونو او اسلامي افراطيت په اړه ويره لري. يوه دريمه برخه ګډونوالو بيا ويلي دي چې آلمانۍ ټولنه به د مسلمانانو له فرهنګ څخه متاثره شي.

خو په ټوله کې دغه نظرسنجي ښيي چې د مهاجرو په هکله د خلکو انديښنې، آلمان کې د ښه امنيتي سيستم د شتون له امله کمې شوي دي. په دې برخه کې مخکې ۶۴ سلنه خلکو انديښنې لرلي خو اوس دغه رقم ۵۴ سلنې ته ښکته شوی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.12.2016):