1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو سره مرستې په پخواني قوت ادامه لري

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۱۵, جمعه

په آلمان کې یو ترسره شوي تحقیق په ډاګه کړې ده چې مهاجرو سره د داوطلبه مرستندویانو فعالیتونه د پخوا په شان په خپل قوت پاتې دی. دا تحقیق په ټول آلمان کې ترسره شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Jbx9
Deutschland Flüchtlinge willkommen Plakat in Frankfurt am Main
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

تیرکال، کله چې په یوه ورځ کې به تر زرونو پورې مهاجر آلمان ته داخلیدل، دغه هیواد په ډیره پراخه کچه مهاجرو سره د داوطلبه مرستندویانو شاهد وو. خو دغه مرستې په اوایلو کې په غیر منظمه توګه ترسره کیدې. ډیریو آلمانیانیو خپل هیواد ته د راتلونکو مهاجرو څخه تود هرکلی وکړ. په زرونو کسانو په داوطلبه توګه مهاجرو ته د مرستو رسولو تیاری وښود. اوس دغه داطلبانه او افتخاري مرستي په لا ښه توګه سمبال او ترسره کیږي.

آلمان کې د برتلزمن ټولنې، د « مهاجرو د عملي ادغام په برخه کې د برلین د تحقیقاتو انستیتوت» په مرسته، د روان کال په جنوري او مارچ میاشتو کې د ټول آلمان په ۱۷و ښارواليو کې تحقیقات ترسره کړل. دغه تحقیقات یا سروې په دې هکله وشول چې مهاجرو سره په سیمو کې افتخاري مرستې څرنګه ترسره او د هغو د لا ښو کیدو د پاره څه لازم شرایط په کار دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.08.2015):

د خدمتونو لا منظمه کیدل

د دغو تحقیقاتو نتیجه، چې د پنجشنبې په ورځ( اګست ۴مه ۲۰۱۶) خپره شوه، ښيي چې داوطلبه مرسته کونکي د پخوا په پرتله خپل فعالیتونه تر ډیره د اتحاديو او اړوندو ټولنو له لارې ترسره کوي.

خو دې لپاره چې دغه فعالیتونه او مرستې د پخوا په شان په خپل قوت پاتې شوې وي په کار ده چې سیمیزې ادارې له داوطلبه مرستندویانو څخه ملاتړ وکړي.

په برتلزمن ټولنه کې د مدني فعالیتونو کارپوهه، بتینا وینداو وايي، په دې برخه کې باید ښاروالیانۍ د اداري او د مرستو د تنظیمولو د چارو مسئولیتونه پر غاړه واخلي، تر څو داوطلبه مرستندویان وشي کړای د مهاجرو د ټولنیز یوالي او ادغام په برخو کې خپل فعالیتونه په ښه توګه پرمخ یوسي.

میرمن وینداو وايي:« ډیری خلک غواړي مرستې وکړي، خو نغواړي چې د هغو ادارې چارې هم ترسره کړي».

مرستندویه مرکزونه

په دې لړ کې د سیمیزو ادارو په چوکات کې د مرستو د همغږۍ ګڼ شمیر مرکزونه هم جوړ شوي دي. دغو مرکزونو د داوطلبه مرستندویانو او ښاروالیو تر منځ د« یو ارزښت لرونکي» پُل په توګه مهم رول ادا کړی دی.

په ځانګړې توګه کله چې د تیر میلادي کال په دویمه نیمايي کې آلمان ته د تازه راتلونکو مهاجرو شمیر په بیساري توګه پورته ولاړ، ګن شمیر آلمانيانو افتخاري مرستو ترسره کولو ته خپل چمتوالی وښود.

برتلزمن ټولنې، خپل تحقیقات د مرکو او په مختلفو برخو کې د پلټنو له لارې ترسره کړي دي. په دغو تحقیقاتو کې تر ټولو زیات تمرکز پر دې پوښتنه چې« مهاجرو سره داوطلبانه مرستې څرنګه بدلون مومي او د هغو د لا موثریت لپاره څه باید ترسره شي؟» شوی دی. له پوښتل شویو څخه تر ټولو لويې برخې یې ویلې دي چې داوطلبه مرستې په خپل هماغه پخواني قوت سره پر ځای پاتې دی.

د دولت او ولس ګډې هڅې

فعالانو ویلي دي چې، داوطلبه مرستندویانو په داسې کارونو کې هم برخه اخیستلې چې په اصل کې یې ترسره کول د دولت کار دی. لکه: مهاجرو ته د خوراکي موادو، جامو او هستوګنځایونو برابرول.

دغه راز د تحقیقاتو پایلو ښوولې ده چې داوطلبه مرستندویانو په پراخه کچه مهاجرو سره په ادارې چارو کې هم مرستې کړي دي.