1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د مهاجرت له ادارې څخه د مهاجرو شکایت

۱۳۹۵ خرداد ۲۲, شنبه

په ۲۰۱۶ کال کې آلمان کې د هغو مهاجرو شمیره په بیساري توګه پورته تللې، کوم چې د مهاجرت اداره ته یې د پناه غوښتنلیکونو کار له ځنډ سره مخ شوی دی. هغوی وايي د مهاجرو اداره ېې د غوښتنلیکونو د څیړنو په برخه کې «ناغیړي» کوي.

https://p.dw.com/p/1J4qx
انځور: picture-alliance/dpa

په ۲۰۱۶ کال کې آلمان کې د هغو مهاجرو شمیره په بیساري توګه پورته تللې، کوم چې د مهاجرت اداره ته یې د سپارل شويو غوښتنلیکونو کار له ځنډ سره مخ شوی دی. دغه مهاجر شکایت کوي چې د مهاجرو اداره ېې د غوښتنلیکونو د څیړنو په برخه کې «ناغیړي» کوي.

د آلمانۍ ورځپاڼې « تورینګر آلګیماینر» د رپوټ په حواله، د روان کال په لمړیو درو میاشتو کې د ۲۰۱۵ کال د همدې مودې په پرتله د هغو شکایت کونکو مهاجرو شمیره د پام وړ پورته تللې کوم چې د آلمان د مهاجرت اداره يې (BAMF) په خپلو کارونو کې په « ناغیړي» تورنه کړې ده.

ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي دي چې د آلمان په عدلي ادارو کې د روان کال د مارچ میاشتې تر پایه پورې، د مهاجرو ۳۲۷۱ دوسیو کارونه د ځنډ په حالت کې راوستل شوي دي.

رپوټ په حواله د دغه ډول دوسیو شمیره، د تیر کال په څلورو لمړیو میاشتو کې ټولټال ۲۲۹۹ وه، چې د هغې په پرتله په سږنۍ شمیره کې ۴۰ سلنه زیاتوالی رامنځ ته شوی دی.

تورینګر آلګیماینر ورځپاڼه د خپلې شنبې ورځ په ګڼه کې لیکلي دي چې د آلمان د مهاجرت ادارې(BAMF) دغه ارقام وروسته له هغې چې د کیڼ اړخي ګوند غړو له خوا یې د خپریدو غوښتنه وشوه، خپاره کړل.

له شکایتونو څخه نژدې یو دریم دا یې چې ۱۰۶۶ مورده ښودل شوي دي، د آلمان په نارد راین ویستفالن ایالت کې ثبت شوي دي. په بایرن ایالت کې بیا ۸۴۹ مورده شکایتونه ثبت شوي دي.

په آلمان کې مهاجر په داسې حال کې خپلو دوسیو ته د نه رسیدګۍ په تړاو د مهاجرو اداره په «ناغیړۍ» تورنوي چې اوس مهال دغه هیواد ته یو اعشاریه یو میلیون مهاجر راغلي او د راتلو لړۍ یې لا هم دوام لري.

له دې سره آلماني ادارو کې د بروکراسۍ یا زیاتو کاغدونو د کارولو سیستم د شتون، د هغو څیړنۍ او د نورو اضافي کاري څانګو راوښکل هم د یادولو دي.

دغه سیستم، د مهاجرو په کارونو کې د ځنډیدو سبب ګرځيدلي شي چې له امله یې زرونه مهاجر دې ته اړ کیږي چې زیات وخت په انتظار کې پاتې شي.

د آلمان د مهاجرت له ادارې څخه وروسته له هغې د مهاجرو شکایتونه پورته او هغه یې په کارونو کې په «ناغیړۍ» تورنه کړه، چې دغې ادارې ونشول کړای د مهاجرو دوسیو ته ټاکلو وختونو کې رسیدګي وکړي.

خو د دغو ټولو سربیره، د مهاجرت سیاست په برخه کې د آلمان د ښۍ اړخي ګوند ویاند سییم داګدیلین بیا په دې باب د « حکومت په تنبلۍ» نیوکه کوي.

داګدیلین، تورینګر آلګیماینر ورځپاڼې ته ویلي دي چې مهاجر په یقین سره د خپل سرنوشت د روښانه مالومولو په خاطر د خپلو دوسیو د حل غوښتونکي دي.