1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو ته په آلماني پوهنتونو کې د شاملیدو زمینه

۱۳۹۵ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د آلمان د لوړوړ زده کړو وزارت د رپوټ پر بنست تیرکال ۶۶۰۰ مهاجرو، لوړو زده کړو ته د تياري له پاره د ژبې په کورسونو کې برخه اخیستې وه.

https://p.dw.com/p/2XXkp
Deutschland Unterricht für Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/D. Roland

دا پروګرام چې د «انتګرا» په نوم یادیږي د آلمان د علمي تبادلې دفتر (DAAD) یې د دغه هیواد د لوړوز ده کړو وزارت په سپارښتنه پر مخ وړي.

د دې پروګرام هدف هغو مهاجرو ته چې د آلمان په پوهنتونو کې د داخلیدو شرایط ولري او یا یې هم په دې برخه کې مقدماتي زده کړي کړي وي، په پوهنتونو کې جذبیدو ته زمینه برابروي.

د دغه رپوټ پر بنسټ په ټول هیواد کي ۱۲۷ پوهنتونونه او یا د لوړو زده کړو موسیسې تر څیړنې لاندی نیول شوي دي چې د «انتګرا» یا په لوړو زده کړو کې د مهاجرو د ادغام په برخه کې ونډه لري.

د دغې څیړنې په حواله ۵۶۴۵ تنه مهاجرو د پوهنتونونو په کورسونو کې ګډون کړی دی او ۵۹۵ تنو نورو بیا د عالي تحصیلاتو د موسیساتو په کورسونو کې برخه اخیستې ده.

یعنې د مجموعې شمیر ۶۵ سلنو یې د پوهنتونو او ۳۳ سلنو یې د عالي تحصیلاتو د موسیسو له پاره په کورسونو کې ګډون کړی دی. هغه ډله چې تر ټولو زیات یې ملاتړ شوی دی سوریایان دي چې د دغو ټولو زده کونکو ۷۶ سلنه برخه کیږي.

تر دې وروسته په دویم قدم کې افغانان او ایرانیان دي چې هر یو یې ۶ سلنه او په دې ترتیب عراقي مهاجرو په دغو کورسونو کې ۳ سلنه ونډه درلوده. 

د آلمان د لوړو زده کړو وزارت له یوه کال راهیسې د هغو مهاجرو ملاتړ کوي چې غواړي لوړی زده کړي وکړي

دې موخې ته د رسیدو په خاطر پوهنتون ته د ژبې د امادګۍ کورسونو بشپړول، د تحصیل له پاره د دغه کس د وړتیا معلومولو آزموینې او پخپله خوښه او افتخاري کارونو د هغو کسانو له پاره مهم دي چې د لوړو زده کړو چانس ترلاسه کولو سره لیوالتیا لري.

د دې کار په خاطر د آلمان د معارف وزارت تر ۲۰۱۹ م کاله پورې ۱۰۰ میلیونه يورو ځانګړي کړي دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د هغو مهاجرو چې غواړي تحصیل وکړي دقیق شمیر تر اوسه پورې نه دی ټاکل شوی، دا ځکه چې د لوړو زده کړو موسیسو د مهاجرو موضوع نه ده مطرح کړې.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: