1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو ته د ژبي د زده کړي کورسونه ورکول کيږي

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ خرداد ۲۱, جمعه

پتېيل سوې ده چي جرمني ته راتلونکو مهاجرو ته سمدلاسه د ژبي د زده کړي کورسونه برابر سي.

https://p.dw.com/p/1J4PC
انځور: picture-alliance/dpa

جرمني ته رارسېدونکي مهاجرو ته بايد له لومړي سره د ژبي کورسونو زمينه برابره سي. د جرمني د لويانو له پاره ښوونځيو اتحاديې ويلي دي چي په دې لاره کي به هر کال په ميليونونو يورو مصرف سي.

په جرمني کي د لويانو له پاره د ښووځيو اتحاديې «Volkshochschulverband» ويلي دي چي د دغه هيواد د ښووني او روزني وزارت پتېيلې ده چي مهاجرو ته د ژبي د زده کړي په برخه کي له کاله ۱۹ ميليونه ډالره مصرف کړي.

په پلان کي ده چي هر کال به په دغو کورسونو کي تر ۴۵۰۰۰ مهاجرو پوري د ژبي زده کړي کوي.

د دغي اتحاديې د معلوماتو له مخي د جرمني ژبي د زده کړي دغو کورسونو ته به له ۱۶ کلنۍ څخه هغه مهاجر ور سي چي تر اوسه پوري د ژبي او په ټولنه کي د ادغام کورسونو څخه پاته سوي وي.

ويل کيږي چي په دغو کورسونو کي به هغو مهاجرو ته لومړيتوب ورکړل سي چي په جرمني کي ئې د پاتېدو چانس ډېر وي.

خو د جرمني د ښووني او روزني وزيره يوهانا ونکر، وايي چي هغو مهاجرو ته به هم د ژبي د زده کړي کورسونو زمينه برابره سي چي د پاتېدو چانس ئې لږ وي.

د جرمني په ټولنه کي د ادغام له پاره د ژبي زده کړه ډېره مهم ده.