1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجرو ته دي د کار په بازار کي ونډه ورکړه سي»

۱۳۹۴ اسفند ۱۲, چهارشنبه

د آلمان د اقتصاد انستيتيوت غوښتنه کړې چي د کار بازار ته د لاره موندلو په ترڅ کي دي پناه غوښتونکو ته آسانۍ رامنځ ته کړل سي.

https://p.dw.com/p/1I5Gg
انځور: DW/K. Salameh

د آلمان د اقتصاد انستيتيوت د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ د فبرورۍ ۲۹مه نېټه) د خپلي يوې څېړني پايلي په برلين کي معرفي کړې.

د ياد انستيتيوت رئيس ميشايل هيوتر وويل چي په آلمان کي چي د ديموګرافۍ کومه ستونزه سته، مهاجر په بشپړه توګه د دغې ستونزي د منفي اثراتو مخه نه سي نيولای، خو د دغو منفي اثراتو په کمښت کي مرسته کولای سي. دغه انستيتيوت په آلمان کي د کار ورکوونکو سره نژدې اړيکي ساتي.

په آلمان کي د زړو خلکو شمېر مخ پر زياتېدو دی، خو د لږو ماشومانو د زېږولو له کبله د ماشومانو او ځوانانو شمېر مخ پر لږېدو دی. د دې له پاره چي د ډېرو تقاعدو خلکو د تقاعد پيسو ورکولو لړۍ ادامه ولري، اړينه ده چي په کافي اندازه سره نوي ځوانان موجود وي چي کار وکړي او ماليې او د تقاعد پيسې برابري کړي.

خو کله چي د ځوانانو او کارګرو شمېر کم او د تقاعديانو دا زيات وي نو د ديموګرافۍ د دغي ستونزي له کبله بيا سوسيال سيسټم له سختو لانجو سره مخامخ کېدلای سي.

کال په کال کارکوونکي کميږي

ميشايل هيوتر غوښتنه کړې ده چي هغه کسان چي آلمان ته پناه راوړي، د هغوی له پاره بايد داسي اسانتياوي برابري کړل سي چي هغوی ژر تر ژره د کار بازار ته لاره پيدا کړي. د نوموړي په وينا په دې توګه سره به د آلمان دولت وکولای سي چي ټولنيز مصارف وسپموي.

د ياد انستيتيوت په راپور کي راغلي دي چي که آلمان ته نوي مهاجر را نه سي، نو تر ۲۰۳۵م کاله پوري به د ۲۰ او ۶۴ کلنۍ ترمنځ کار کوونکي تقريبا ۱۰،۵ميليونو ته راکښته سي.

د دغو شمېرو له مخي به په آلمان کي هر کال د کار کوونکو شمېر ۵۰۰ زره راکښته کيږي. د ميشايل هيوتر په وينا له بشري اړخه هم دا مهمه ده چي پناه غوښتونکي د کار په بازار کي ادغام کړل سي.

ميشايل هيوتر وويل چي د کار په بازار کي د پناه غوښتونکو د ادغام له پاره دا خبره مهمه ده چي ژر تر ژره د هغوی د زده کړو او مسلکي پوهي ارزونه وسي. د هغه په وينا تر دغې ارزونې وروسته هغوی ته بايد د پراکتيک داسي اسانتياوي برابري سي چي د کار په بازار کي د هغوی د ورګډولو کار آسانه کړي.

هيوتر غوښتنه وکړه چي د پناه غوښتونکو او دولدونګ لرونکو له پاره د کار و بازار ته د داخيلېدو د ۱۵ مياشتي مودې قيد دي له منځه يووړل سي. خو هغه زياته کړه چي د زياترو پناه غوښتونکو د مسلکي او حرفوي زده کړو سطحه لوړول په لومړي سر کي زياتو هلو ځلو ته اړتيا لري.