منځني ختیځ ته د جان کیري سفر
۱۳۹۳ تیر ۱, یکشنبهد امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير جان کېري، غواړي چي په عراق کي د شعيه او سُني ډلو تر منځ د مخ پر زياتېدونکي واټن د کمولو هڅه وکړي. دا په داسي حال کي چي د داعش یا «عراق او شام د اسلامي دولت» په نامه سُني تندلارې وسله والي ډلې اوس په عراق کي نوري سيمي هم تر خپل کنټرول لاندي راوستلي دي.
ياده ډله پر دې توانېدلې چي د سوريې پر سرحد پرته داسي يوه سيمه تر خپلي ولکې لاندي راولي چي له نظامي ډېره مهمه گڼل کیږي. د دغي لاري به داعش وکولای سي چي د سوريې د وسله والو ډلو سره اړيکي وساتي او د عراق سوريې پر پوله وسلې انتقال کړي.
جان کيري به په خپل سفر کي هڅه وکړي چي د داعش په پر ضد د بيلو مذهبونو او اړخونو مشران سره متحد کړي. په عراق کي د داعش او حکومتي ځواکونو تر منځ نښتي د دې لامل ګرځېدلي دي چي په سلګونو زره انسانان کډه کولو ته اړ سي.
په دې ترځ کي د عراق لومړی وزير نوري المالکي هم تر سخت فشار لاندي راغلی دی. پر نوموړي شعيه سياستوال تور لګول کيږي چي د خپل لومړي وزارت په دورو کي يې په تدريجي توګه سره د سُني مذهبو سره تبعيضي چلن کړی دی. له همدې کبله اټکل کيږي چي د داعش وسله واله ډله د عراق په سُني مذهبه نفوس کي خواخوږي لري.
د کېري شپږ ورځنی سفر
جان کيري د شنبې په ورځ د واشنګټن څخه پرواز وکړ او غواړي چي عمان، اُردن، بروکسل او وروسته پاريس ته سفر وکړي. اټکل کيږي چي هغه به عراق ته هم ولاړ سي خو د دقيق پلان په هکله يې مهال وېش نه دی روښانه کړای سوی. کېري به په ټوليزه توګه په شپږورځني سفر وي.
دا په داسی حال کي چي د شنبې په ورځ د عراق په پلازمېنه بغداد کي د ۲۰۰۰۰ شعيه مذهبه داوطلبه وسله والو لخوا په ښار کي یو رسم ګُذشت تر سره سو. دا د هغه وروسته چي مذهبي مشر مقتدا الصدر پر خلکو ږغ وکړ چي د داعش پر وړاندي د بغداد د دفاع لپاره دي وسلې پورته کړي. په بصره او نورو ښارونو کي هم ورته رسم ګُذشت تر سره سوی دی.
نوري المالکي په ۲۰۰۶م مېلادي کال د عراق لومړی وزير سو او د امريکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن وو. هغه وخت نوموړي دا ژمنه کړې وه چي د شعيه مليشو پر وړاندي به هم سخت اقدامات وکړي. خو د خپل لومړي وزارت په دورو کي پر نوموړي داسي تورونه زيات سول چي ګواکي د مذهب پر اساس پرېکړي کوي او له همدې کبله د امريکا تر څنګ ورڅخه عراقي مسيحيان، سُنيان او کُردان هم خوابدي سول.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د جمعې په ورځ د دې خبرداری ورکړ، چي که د امريکا متحده ايالتونه په عراق کي پوځي مداخله وکړي نو ښايي دا وضعه لا کړکېچنه کړي. دا د هغه وروسته چي باراک اوباما اعلان وکړ چي تقريبا درې سوه ځانګړي پوځي سلاکاران به عراق ته ولېږدوي.