1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. په غزې تراډه کي د کړکیچ د زیاتیدو خبرداری ورکړی

۱۳۹۱ آبان ۲۶, جمعه
https://p.dw.com/p/16kIF

ملگرو ملتونو او یو شمیر نورو هیوادونو د اسرائیل او فلسطیني افراطي ډلو تر منځ د غزې په تراړه کې د کړکیچ د زیاتیدو له امله خبر داری ورکړی دی. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د فلسطینیانو له لوري راکټي بریدونه غندلي دي خو د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتینیاهو سره یې په یوه تلیفوني تماس کې له هغه څخه غوښتي چې د زغم څخه کار واخلي.

تر دې د مخه د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د کړکیچ د غځیدو له امله د ممکنه سختو پایلو د رامنځ ته کیدو په اړه خبرداری ورکړی وو. متحده ایالاتو هیله څرگنده کړې ده چې د مصر هیواد به د دغه کړکیچ په راکمولو کې مرسته وکړي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات ویاند له مصر څخه غوښتي چې د نوموړي کړکیچ په کمولو کې د سیمې په کچه له خپل نفوذ څخه کار واخلي. خو د مصر ولسمشر محمد مرسي د غزې په تراړه کې له واکمنې ډلې حماس څخه یو ځل بیا خپل ملاتړ څرگند کړی دی. د چهارشنبې په ورځ مصر له اسرائیل څخه خپل سفیر رابللی وو.