1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په ايران کي اعدامونه نور هم زيات سوي دي

۱۳۹۱ آذر ۲۰, دوشنبه

ملگري ملتونه وايي چي په ايران کې د بشري حقوقو وضعيت په تېرو مياشتو کې لا خراب شوی دی. د ساري په توگه د لسو تنو هغو انسانانو اعدام چې د مخدرو موادو د جرمونو په تور نيول شوي ول. تند نړيوال غبرگونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/16zNg
انځور: FARS

د مرگ حکم په «تر ټولو سختو جنايتونو» پوري محدود گڼل کيږي، چې په همدغو قضيو پورې صدق نه کوي. د قضايي چارو عدالت هم د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو د پلاوي په خبره په شک کې دی.

د پخښني نړيوال سازمان د وروستيو لسو اعدامونو په لړ کې له يو «دولتي روغ لېونتوب» څخه خبره کوله. د نوموړې لندن مېشتي ټولني د څرگندونو له مخې د سږ کال د مارچ له مياشتې راهيسې ۳۴۴ انسانان اعدام شوي دي.

د خپل نفوس په تناسب تر ټولو زيات اعدامونه

د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي احمد شهيد دغه ارقام د ايران په اړه په خپل وروستي راپور کې د اکتوبر په پای کې تاييد کړي دي. هغه د دې انتظار هم لري چې د ۲۰۱۲ م کال له پيل راهيسې له ۳۰۰ زيات اعدامونه په ايران کې تر سره شوي دي.

د ۲۰۱۱ م کال رقم شهيد ۶۷۰ ښودلی دی، چې په دې ترتيب ايران د خپل نفوس په تناسب تر ټولو زيات اعدامونه تر سره کوي.

له ۶۷۰ يادو شويو اعدامونو څخه ۲۴۹ د ده په خبره له عامه محضر څخه گوښه تر سره شوي دي. د بشري حقوقو ټولنې اندېښنه لري چې ځيني په پټه وژل شوي نفر کېدای شي سياسي فعالين يا د مذهبي او نژادي لږکيو غړي وي. څارونکي په تېره بيا په وروستيو دوو مياشتو کې د اعدام د پېښو زياتوالی اندازه کوي.

د دوو اوونيو په ترڅ کې له ۳۰ څخه تر ۸۰ پورې کسان اعدام شوي دي. دغه خبره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي شهيد د کورنيو د غړو او بشري حقوقو د فعالينو د معلوماتو پر اساس وکړه.

ولس او اپوزيسيون تهديديږي

د نوبل د جايزې گټونکې شيرين عبادي، چې په تبعيد کې ژوند کوي، د اعدام د پېښو لوړوالی د دې هڅه بولي، چې ولس تر فشار لاندي راوستل شي او د سياسي نارضايتۍ له څرگندولو څخه ليري وساتل شي. رژيم د دې په خبره غواړي چې خپلو سياسي مخالفينو ته د دې چمتووالی وښېي چې کولای شي نيوکه کوونکي د زور او تشدد له لارې لاندې کړي. دغه خبره مېرمن عبادي دويچه ويله ته وکړه

عبدالکريم لاهيجي هم، چې د بشري حقوقو د ټولنې مرستيال مشر دی، د ډېرو اعدامونو تر شا د ډار اچولو يوه هڅه ويني. د «انسانيت پر ضد» په دغه اقدام کې د ده په خبره يوازې او يوازې د دولت مشر ايت الله علي خامنه ای پړ دی.

دغه خبره نوموړي ايراني حقوقپوه وکړه. د خامنه ای د توفق پرته داسې يو اقدام حقيقي بڼه نه شي غوره کولای. ايران پېژندونکي دغه کار د خامنه ای د مشرتوب په برخه کې د ضعف او کمروزۍ نښه بولي. د څاروونکو د ارزونو له مخې دولت لاسته راوړنې نه لري او د بنديزونو له کبله له گڼو ستونزو سره مخامخ دی.

پايار/ نسيم صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل