1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: «پاکستانيان بايد افغان ماجر ترهګر ونه بولي»

آژانسونه / ا.ا۱۳۹۵ تیر ۳, پنجشنبه

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د ادارې رئيس پر پاکستانيانو ږغ کړی دی چي پر افغان مهاجرو دي د ترهګرو ټاپه نه وهي. په پاکستان کي د افغان مهاجرو د ايستلو غوښتني زیاتي سوي دي.

https://p.dw.com/p/1JC1h
انځور: Reuters/F. Aziz

د مهاجرينو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ رئيس فيليپو ګراندي، پر نړيوالو ږغ کړی دی چي په پاکستان کي له افغان مهاجرو سره مرسته وکړي. ګراندي ويلي دي: «زه غواړم چي چارواکو او په همدې راز ځايي خلکو ته ووايم، لکه څرنګه چي تاسو خبر ياست مهاجر ترهګر نه دي.» ګراندي دا څرګندوني تر پېښور دباندي د مهاجرو له پاره د يو مرکز د ليدني پر وخت وکړې.

د افغان مهاجرو پر ضد له هغه وروسته احساسات راوپارېدل، کله چي د دواړو هيوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ پر پوله د ډزو تبادله وسوه. پاکستاني چارواکو په نژدې وخت کي له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د ايستلو اعلانونه کړي دي. د اټکلونو له مخي په پاکستان کي تقريبا دوه نيم ميليونه افغان مهاجر اوسيږي.

هغه افغانان چي په پاکستان کي د مهاجرو په توگه ثبت دي، په ماضي کي د هغوی د پاتېدو نېټي په دوامداره توګه تمديد سوي دي. خو دا چي د سږکال د جون ۳۰مه نېټه به تمديد سي که نه، تر اوسه يې په هکله اعلان نه دی سوی. په تيرو وختونو کي دا ډول تمديدېدنه په وروستيو دقيقو کي تر سره سوې ده.

په پاکستان کي اوسېدونکي يو شمېر افغان مهاجر پخپله خوښه بېرته افغانستان ته د ستنېدو په حال کي دي. دا په داسي حال کي چي په افغانستان کي امنيتي وضعه مخ پر خرابېدو ده. د امريکا متحدو ايالاتو عسکرو هم د وسله والو طالبانو د ځپلو له پاره له افغان ځواکونو سره همکاري زياته کړې ده.

ويل سوي دي چي سږکال تر اوسه پوري تقريبا ۶۰۰۰ افغان مهاجر له پاکستان څخه خيل هیواد ته ستانه سوي دي. حال دا چي تير کال پخپله خوښه د بېرته ستنېدونکو شمېر تر ۵۸ زرو زیات وو.

په پاکستان کي اوسېدونکي يو شمېر افغان مهاجر شکايت کوي چي پاکستاني چارواکو ورباندي فشار راوستی چي له پاکستان څخه ووزي.