1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. فلسطین ته د څارونکي غړيتوب ورکړ

۱۳۹۱ آذر ۱۰, جمعه
https://p.dw.com/p/16tDY

ملگرو ملتونو فلسطين د يوه څارونکي په توگه په خپل سازمان کي ومانه. د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کي له ۱۹۳هیوادونو څخه ۱۳۸ په دې اړه خپلي مثبتي رايي ورکړې. خو متحده ایالاتو او اسرائیلو بیا دغه پرېکړه په منځني ختیځ کي د سولې د پروسې د پرشاتگ په معنی وبلله. په مجموعي کي نهو هیوادونو هغه ته منفي او۴۱هیوادونو چي آلمان هم پکښي شاملیږي ممتنع رایې ورکړې. مخکي تر دې د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس د ملگرو ملتو څخه غوښتی ول، چي د فلسطین له پاره دي په اصطلاح یوه تذکره جوړه کړي. تر دغې پرېکړي وروسته په لویدیځ اردن او غزې تراډه کي د خوښۍ مراسم تر سره سول او د ملگرو ملتو دغه پرېکړه یې یو ډېر مهم گام وباله.