1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: طالبان دي د سړک د غاړي ماينونو ښخول بند کړي

۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبه

ملگرو ملتونو له طالب مشرانو څخه غوښتي دي، چي د سړک د غاړي ماينونو کارول دي منع کړي. دغه غوښتنه يوه ورځ وروسته له هغه کيږي چي د افغانستان په شمال کي د ماين په يوه چاودنه کي ۱۵ تنه ملکيان ووژل سول.

https://p.dw.com/p/16TzM
انځور: Getty Images/AFP

ملگرو ملتونو د شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۲۰) په يوه وينا پاڼه کي ويلي دي:«که څه هم چي د طالبانو مشر ملاعمر، په ۱۹۹۸ کال کي د انسان ضد ماينونو کارول منع اعلان کړل... بيا هم د افغان حکومت وسله وال مخالفين له هغو څخه کار اخلي.»

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو دفتر په خپله وينا کي د طالبانو له مشرانو څخه غوښتنه کړې ده، چي د دغه ډول وسلو پر منع کولو باندي ټينگار وکړي.

په دې وينا پاڼه کي ويل سوي دي، چي چاودېدونکي وسلې او د سړک د غاړي ماينونه«د ملکي وگړو د سر د تاوان» سبب گرځي.

د ملگرو ملتونو دغه غوښتنه يوه ورځ وروسته تر هغه کيږي، چي د افغانستان په شمال کي د سړک د غاړي ماين په يوه چاودنه کي د ښځو او کوچنيانو په گډون ۱۵ تنه ملکي وگړي ووژل سول.

په دغه پېښه کي چي د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کي رامنځته سوې ده، يو شمېر سرچينو ئې د قربانیانو شمېر ۱۹ تنه ښوولی دئ.

په افغانستان کي د سړک د غاړي ماين د يوې بلي پيښي انځور
په افغانستان کي د سړک د غاړي ماين د يوې بلي پيښي انځورانځور: Reuters

وسله والو طالبانو په دغه پيښه کي لاس لرل رد کړي دي، او ويلي ئې دي، چي په دغه سيمه کي د دوی جنگيالي نه سته.

خو ملگرو ملتونو بيا په خپله وينا پاڼه کي د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده او ليکلي ئې دي:«هغه وسله وال طالبان چي په دولت اباد ولسوالۍ کي فعال حضور لري... د ماينونو په ښخولو تورن دي.»

د دغه سازمان په يوه بله وينا پاڼه کي، چي تر دې دمخه خپره سوې وه راغلي دي، چي په افغانستان کي د روان ميلادي کال په لومړیو شپږو مياشتو کي ۱۱۴۵ تنه ملکي وگړي وژل سوي دي.

په دغه وينا پاڼه کي د ۸۰ سلنه وژل سوو ملکي کسانو پړه د دولت پر وسله والو مخالفینو اچول سوې ده. د دې قربانيانو تر نيمايي ډيره برخه د سړک د غاړي ماينونه ښول سوي دي.

د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخي تير کال د افغانستان په جنگ کي ۳۰۲۱ ملکي وگړي وژل سوي دي. د يادولو وړ ده چي د دغه قربانيانو ۳۰ سلنه چي ښځي او ماشومان جوړوي په غالب گومان د سړک د غاړي په ماينونو کي وژل سوي دي.

فرانس پرس/ دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض