1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م : د کډوالو دروند بار غريب هيوادونه وړي

۱۳۹۰ خرداد ۲۹, یکشنبه

د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره UNHCRپه خپل یو وروستي راپور کي وايي چي، د صنعي هيوادنو په ډله کي تر ټولو ډير کډوال جرمني منلي.

https://p.dw.com/p/11f8W
ماشوم کډوال
ماشوم کډوالانځور: dapd

په نړۍ کي د کډوالو د وضعيت په اړه د ملگرو ملتنو د کډوالو اداره ليکي چي، په آلمان کي د هغو کډوالو چي د خپلو هيوادنو څخه د جگړو، زورزياتيو او تهديدونو له امله وتلي دي شمېر يې ۵۹۴۰۰۰ تنو ته رسيږي.

امريکا چي د صنعتي هيوادونو په سر کي ځای لري په دوهم کتار کي راځي چي ۲۶۴۰۰۰ کډوال يې منلي او لويه برتانيه په دريم کتار کي راځي چي ۲۳۸۰۰۰ کډوال يې منلي دي.

خو د ملگرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره نيوکه کوي چي په نړۍ کي د کډوالو ډير دروند بار يعني ۸۰ فيصده يې د غريبو هيوادونو پر اوږو دی او صنعتي هيوادونو ډير لږ بار وړی دی.

په نړۍ کي تر ټولو ډير کډوال په پاکستان کي دي. په دغه هيواد کي د هغو کډوالو شمېر چي د جگړو څخه يې خپل وطن پريښی ۱،۹ ميليونو ته رسيږي.

په راپور کي د کډوالو اداره ادعا کوي چي پاکستان د خپلو اقتصادي ستونزو سره سره تر ټولو ډيري پيسې د کډوالو په برخه کي په مصرف رسوي.

په ايران او سوريه کي شاوخوا يو ميليون کډوال ژوند کوي.

په نړيواله کچه اوس ۴۴ ميليونه انسانان د جگړو، زور زياتيو او تهديدونو له کبله خپلو هيوادونو ته نسي ستنيدای.

په راپور کي راغلي چي په نړيواله کچه تر ټولو ډير کډوال د افغانستان دي چي شمېر يې شاوخوا ۳ ميليونو ته رسيږي. دغه افغانان د خپل هيواد څخه د جگړو، زورزياتيو او تهديدونو له کبله وتلي دي.

په دوهم کتارکي عراق راځي چي ۱،۷ ميليونه انسانان کډوال سوي او په دريم کي په کورنۍ جگړه کي شکېله سوماليا راځي چي ۷۷۰۰۰۰ وگړي يې کډوال سوي دي.

د ملگرو ملتونو ادارې په خپل رپوټ کي پر هغو ۷،۲ ميليونو انسانانو انديښنه ښودلې چي د ډير وخت راهيسي په کډوالی کي ژوند تيروي.

دغه وگړې تر پنځو کالو ډير د هيواد څخه دباندي ژوند کړی چي په هغو کي هغه افغانان راځي چي د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال کډوالۍ ته مجبوره سوي ول.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی