1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. د حقانې شبکې پر وړاندې بندیزونه وضع کړي دي

۱۳۹۱ آبان ۱۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16dPc

د ملگرو ملتونو د امنیت شوری په نړیواله کچه د حقاني پر شبکې او د هغې پر مشر قاري ذاکر باندې بندیزونه وضع کړي دي. زیاته شوې ده چې دغه شبکه او قاري ذاکر د ملگرو ملتونو په «تور لست» کې شامل کړای شوی دی. په دې کار سره د ملگرو ملتونو ټول غړي هیوادونه ته دې ژمن کیږي چې د نوموړې شبکې او د ذاکر ټولې شتمنې کنگل کړي او پر دې سربیره پرې دې وسلو د خرڅولو بندیز هم ولگول شي.

داسې ویل کیږي چې د حقاني ترهگره شبکه په پاکستان کې میشته ده او د القاعدې له ترهگرې شبکې سره نزدې اړیکي لري. پر دغې ډلې باندې په افغانستان کې د یو ډیر شمیر ترهگریزو بریدونو تور پورې کول کیږي او د افغان طالبانو په ډله کې تر ټولو خطرناکه شمیرل کیږي. د امریکا متحده ایالاتو تر دې دمخه د سپتمبر په میاشت کې دغه ډله د بهرنیو ترهگرو په لست کې شامله کړې وه.