1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. بیا په حلب کې د ۴۸ ساعته اوربند غوښتنه کړې

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۲, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو د سوریې په جګړه کې له ښکیلو اړخونو څخه غوښتي دي چې په حلب ښار کې پر یوه دوه ورځني اوربند باندې سره سلا شي. په دې ښار کې په سونو زره انسانان بېله څښاک اوبو، خوراکي او نورو اړینو توکو میشت دي.

https://p.dw.com/p/1JnPz
Syrien Situation in Aleppo
انځور: picture-alliance/dpa/Imageslive/O. Jumaa

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ستیون اوبراین، د دوشنبې په ورځ حلب د «وحشت اوج» وګڼه او له ټولو ښکیلو اړخونو څخه یې وغوښتل چې په دې ښار کې پر یوه دوه ورځیني اوربند باندې توافق وکړي چې خیریه سازمانونه په جګړه کې بند پاتو کسانو له پاره مرستې ورسولای شي.

اوبراین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې په حلب ښار کې رامنځ ته شوی بشري ناورین د سوریې په پنځه کلنه جګړه کې ساری نه لری.

حلب، چې تر جګړې مخکې د سوریې دویم تر ټولو لوی ښار وو، له څو اونیو راهیسې د سختو جګړو شاهد دی. د سوریې د واکمن بشارالاسد ځواکونه چې ملیشې او روسیه یې ملاتړ کوي، د دې هیواد له وسله والو پاڅون کوونکي سره پر حلب د بشپړ کنترول پر سر جنګیږي.

یاغي پاڅون کوونکي چې ځيني جهادي ډلې هم پکښې شاملې دي، د دې ښار ختیځه برخه په خپل کنترول کې لري خو د بشارالاسد ځواکونو بیا د سوریې له نورو برخو سره د هغوی اړیکه شلولې ده.

د ښار په دې برخه کې شاوخوا ۲۵۰ زره انسانان بند پاتې دي. د ښار په لویدیځه برخه کې چې د حکومتي ځواکونو تر کنترول لاندې ده هم څه نا څه ۱،۵ میلیونه انسان شته. په دواړو برخو کې میشت ملکي وکړي په بیړنۍ توګه بشري مرستو ته اړتیا لري.

روسیې د سه شنبې په ورځ وویل چې د دغه اوربند ملاتړ کوي. ملګري ملتونه په هره اوونۍ کې د یوه ۴۸ ساعته اوربند غوښتنه کوي چې وکولای شي ملکي وګړو ته بشري مرستې ورسوي.

اوبراین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل: «په داسې حال کې چې [د روسیې] بیانیه مثبته ده، دا نه شي کیدا چې یو یواړخیز وړاندیز ووسي.»

هغه زیاته کړه: «کله چې موږ [له ټولو اړخونو] زرغون څراخ ووينو، نو کولای شو چې د ۴۸ یا ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې مرستې ورسوو.»

په اګست میاشت کې ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې په منزوي شویو سیمو کې شاوخوا یو میلیون بند پاتو کسانو ته مرستې ورسوي. خو اوبراین وویل چې د سوریې حکومت د غوښتنو یوازې۵۰ سلنه برخه ومنله. د حلب ښار په ختیځې برخه او نورو منزوي شوو سیمو کې د مرستو له رسیدو سره مخالفت موجود وو.

اوبراین وویل چې په اګست میاشت کې د ملګرو ملتونو هیڅ یوې محاصره شوې سیمې ته مرستې نه دي رسولي. هغه زیاته کړه چې اوس ملګري ملتونه د حلب په لویدیځه برخه کې له خلکو سره د مرستو کولو له پاره یوې نوې لارې ته لاسرسی لري. هغه زیاته کړه چې ۲۰ نورې لارۍ چمتو دي چې د اوربند په رامنځ ته کیدو سره به د ښار ختیځې برخې ته مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو دغه استازي وویل چې د جګړې له ټولو ښکیلو اړخونو سره په خبرو اترو کي دي چې پر یوه اوربند باندې توافق وشي، خو هغه ټینګار وکړ چې د امنیت شورا او روسیه باید په دې برخه کې یوې هوکړې ته ورسیږي.

اوس د امریکا متحدو ایالاتو او روسيې د بهرنیو چارو وزیران د اوربند په ګډون، په سوریې پوري اړوند نورو موضوعاتو په اړه خبري اترې کوي.