1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: افغان حکومت له ښځو سره د زورزياتي په مخنيوي کي پاته راغلی دی

۱۳۹۱ آذر ۲۱, سه‌شنبه

په کابل کې د ملګروملتونو د دفتر یو درې کلن رپوټ وايي چې په افغانستان کې له ښځو سره تاوتریخوالی زیاتیږي او حکومت یې په مخنیوي کې پاته راغلی دی.

https://p.dw.com/p/16ztQ

د ملګروملتونو د مرستو پلاوي یا یوناما د دغه رپوټ جزیات نن سه شنبه (۲۰۱۲کال د دسمبر۱۱) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال رسنیو ته ورکړل. په دغه راپور کي له ښځو سره د زورزیاتي د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې جورجیت ګانین ددغه رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل، چي افغان حکومت لا هم له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون پر بشپړ تطبیق نه دی توانیدلی:

«سره له دې چې محکمو او څارنوالانو له ښځو سره د تاوتریخوالي په زیات شمېر قضیو کې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون پلی کړی دی، خو د تاوتریخوالي د پېښو په زیاتو رپوټونو کې د قانون بشپر تطبیق کم رنګه ښکاري او دا د دې ښکارندوي کوي چې لاهم اوږده لاره په مخکې لرو، چې ښځي او نجونې له ښځو سره د زورزياتي د مخنیوي له قانون سره سم خوندي ژوند وکړي.»

په دغه رپوت کې د ۲۰۱۰ میلادي کال د مارچ مياشت راهيسي بیا د ۲۰۱۲ میلادي کال تر سپتمبر پوري د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د قانون د تطبیق په اړه څېړني شوي دي.

په رپوټ کې راغلي دي، سره له دې چې له ښځو سره د زورزياتي د مخنيوي په قانون کې، په کم عمر کې ودول، په زور ودونه، په بدو کې د نجونو ورکول، د واده په پلمه د نجونو او ښځو پېر او پلورل، وهل ټکول د تاوتریخوالي د۷۰ نورو ډولونو سره یو ځای جرم ګڼل شوي خو لاهم له ښځو سره د زورزياتي په پېښو کې کال په کال زیاتوالی راځي.

رپوټ وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالیو د ډېرو پېښو رپوټونو نه ورکول کیږي خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د روان ۲۰۱۲ کال په لومړنیو۷ میاشتو کې ۴۰۱۰ پېښې ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۰ میلادي کال د مارچ له ۱۰ مې نیټې څخه یې بیا د ۲۰۱۱ میلادي کال د مارج تر ۲۱ نېټې پورې ۲۲۹۹ پېښې ثبت کړي وې.

د افغانستان د ښځو حقونو یوې فعالې سیلۍ غفار وویل په افغانستان کې تل د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د پېښو پر شمېرو ثبتولو او رپوټ ورکولو بسنه شوې ده.

د آغلي غفار په وینا د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کوونکي زیاتره لوړپوړي چارواکې او زورواکان دي چې د قانون له منګولو آزاد ګرځي:

«هغه څوک چې د ښځو پر وړاندي ددغه ډول جنایتونو مرتکبین دي متاسفانه هغوی اوس هم د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي، کله چې موږ د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي په اړه خبري کوو یوازي همدومره وي چې شمېرې ورکړو او بس.»

دا په داسې حال کې دی چې له بغلان ولایت څخه د ملیحې او ګل بی بی په نوم دوې تښتول شوې پېغلي لا له تېرو دوو میاشتو راهېسي د برمته کوونکو په بند کې دي.

محمد اسماعيل شاکر/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل