1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: اسرائيل بايد خپل د اټومي پروگرام په اړه معلومات وړاند کړي

۱۳۹۱ آذر ۱۴, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16vKv

د ملګروملتونو عمومي اسامبلې په لوی اکثریت سره له اسرائيلو څخه وغوښتل چي خپل اټومي پروګرام ښکاره او د ملګروملتو مفتشیانو ته د هغو د لیدو اجازه ورکړي. دغه پریکړه لیک چي پرون دوشنبه په ۱۷۴موافقو، ۶ مخالفو او۶ مستنکفو رايو سره په تصویب ورسید، له اسرائيلو څخه غوښتنه پکښې سوې ده، چي خپل اټومي پروګرام بې له ځنډ ښکاره او بیان کړي. په عین حال کي له اسرائیلو څخه وغوښتل سول چي د یوه اټومي کنفرانس د جوړیدو ملاتړ وکړي، چي پر اساس یې بې له اټومي وسلو یو منځنی ختیځ رامنځته سي. په کنفرانس کي چی د ډسمبر په نیمايي کي د فنلنډ په پایتخت هلسنګي کښي جوړيدونکی وو، په هغه کي ټولو عربي هيوادو او ایران برخه اخیستله، خو د امريکا متحده ايالاتو د نوامبر په اخره کي اعلان وکړ، چي کنفرانس به نه جوړیږي. د هغه دلیل په سیمه کي سیاسي ناآرامي او د ایران اټومي پروګرام یاد سوی دی. خو ایران او ځيني نورعربي هيوادونه د هغه اصلي دلیل د اسرائیلو مخالفت بولي، چي نه غواړي په کنفرانس کي برخه واخلي.