ممنون حسن د پاکستان نوی ولسمشر سو
۱۳۹۲ مرداد ۸, سهشنبه۷۳ کلن حسين ممنون به د روان کال د سپتمبر میاشتې پر نهمه نېټه لوړه وکړي او په دې ترتیب سره به د اصف علي زرداري ځای ناستی شي.
د حسين ممنون پر وړاندي د تحریک انصاف گوند سیاستوال وجیه الدین احمد، هم د پاکستان د ولسمشرۍ له پاره خپل ځان نومولی وو. د نواز شریف پاکستان مسلم لیگ گوند په ۱۹۹۹ کال کې تر پوځي کودتا وروسته یو ځل بیا د روان کال په می میاشت کې واک ته ورسید.
د پاکستان د حکومت اپوزیسیون پاکستان پیپلز گوند، د ولسمشر د ټاکلو له پاره رای اچووني وختي لا بایکاټ کړي وې. خو د نواز شریف پاکستان مسلم لیگ گوند تر هغه مخکې هم د ټاکنو گټلو ډیر امیدوارۍ لرله.
د پاکستان ولسمشر د دغه هيواد د پارلمان او ایالتي شوراگانو د استازو له خوا ټاکل کیږي. د سه شنبې ورځي په ټاکنو کې حسين ممنون د ۴۳۲ رایو په ترلاسه کولو سره اکثریت رایې گټلي دي او په دې ترتیب سره د ټاکنو گټونکی شو.
حسین د پاکستان په پنجاب، سند او بلوچستان ایالاتونو کې ټاکنې په ډیري اسانۍ سره وگټلې خو هغه په خیبر پښتونخوا ایالت کې له ۱۱۰ رایو څخه یوازې ۴۱ رایې خپلې کړې. په عین حال کې ممنون حسين د پاکستان په پارلمان کې هم له ۳۱۱ رایو څخه ۲۷۷ رایې خپلې کړې.
حسين به د راتلونکو پنځو کلونو له پاره د پاکستان ولسمشر وي. کله چې هغه د ولسمشر په توگه وټاکل شو نو سمدستي یې د نوازشریف پاکستان مسلم لیگ گوند له غړیتوبه استعفأ وکړه.
حسين له ۱۹۶۰ کلونو راهیسې د نوازشریف گوند یو فعاله غړی وو. هغه د ۱۹۹۹ کال له جون مياشتي څخه تر اکتوبر میاشتې پوري د پاکستان د سند ایالت گورنر هم وو.
د ولسمشر په توگه د حسين د کار تر پیلیدو وروسته آصف علي زرداري د پاکستان د دولتي مشر په توگه خپل قانوني مصئونیت له لاسه ورکوي. له دغې دندې څخه تر گوښه کیدو وروسته د زرداري د محاکمه کیدو امکان هم شته ځکه پر هغه باندې یو شمیر تورونه لگېدلي دي.
په عین حال کې د زرداري پر حکومت باندې همداراز نیوکه کیږي چې د واکمنۍ پر مهال یې پاکستان له ډیرو ستونزو سره مخامخ شو. په دغو ستونزو کې اقتصادي کړکیچونه، د امنیت خرابیدل او د بریښنا تلل شامل دي.