ممثلانو ته اړتيا
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سهشنبهد «واوره او زده کړه» خپرونه د المان ږغ د راډيويي ډرامو لړۍ ده چي د بشري حقونو، چاپيريال ساتني، کورني تاوتريخوالي او د ژوند د نورو اړخونو د ښه کولو په اړه د ځوانانو له پاره چمتو کيږي.
دويچه ويله المان ږغ راډيو ددې ډرامو د ۲۰۰ برخو د جوړولو له پاره په دواړو ژبو پښتو او دري د ۱۲ څخه تر ۷۰ کلنۍ پوري ښځينه او نارينوو ممثلانو ته اړتيا لري.
د کار شرايط
هغه څوک چي د راډيويي ډرامو د داستان د وياند يا تمثيل مخکنۍ تجربه ولري د لومړي توب حق لري.
غوښتونکي بايد د راډيويي ډرامو د تمثيل استعداد او علاقه ولري.
دغه پروژه چي د روان ميلادي کال د جون د مياشتي له لوموړۍ نېټې څخه به پيل سي دوې مياشتي به دوام وکړي.
په دې پروژه کي د گډون له پاره ممثلان د روان کال د می د مياشتي له ۲۰ څخه تر ۲۳ پوري په کابل کي د ازمويني په ترځ کي ټاکل کيږي.
ممثلانو ته د مياشتي د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ ډالرو معاش په پام کي نيول سوی دی او د هري مياشتي په پای کي ورته ورکول کيږي.
په دې پروژه کي د کډون دپاره خپل غوښتن ليکونه د رواني می د مياشتي تر ۱۸ نېټې پوري له يوه قطه عکس سره په دې بريښنايي پتو را ولېږئ: