ملگري ملتونه: په سوريه کي په زرونو انسانان وژل سوي دي
۱۳۹۰ اسفند ۱۰, چهارشنبهد ملگرو ملتونو د سیاسي چارو سکرتر لن پاسکو په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته ویلي دي چې د نړیوالي ټولني له لوري د «عام وژنې په مخنیوي کې تر پاته راتلو وروسته» د سوریې د حکومت حوصله لوړه شوې ده.
پاسکو ویلي دي چې د بشارالاسد د ځواکونو له لوري پر مظاهره کوونکو د بریدونو په ترڅ کې د وژل شوو کسانو د دقيق شمیر معلومول نا ممکن دئ:
«په دې اړه اوس داسي راپورونه شته چې د یوې ورځي په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمیر تر۱۰۰ تنو اوړي، چې په هغه کې ښځي او ماشومان هم شامل دي. د وژل شوو کسانو شمیر اوس په یقیني توگه تر۷۵۰۰ تنو اوښتی دئ.»
په سوریه کې د بشري حقونو د څارونکو په وینا په تیرو یوولسو میاشتو کې د وژل شوو کسانو شمیر تر۷۶۰۰ ډیر دئ.
په سوریه کې د تاوتریخوالي د پيښو په زیاتیدو سره فرانسې ویلي دي چې د امنیت په شورا کې د سوریې په اړه پر یو پریکړه لیک باندي کار کوي او له چین او روسیې څخه ئې غوښتي دي چې دغه پریکړه لیک ویټو نه کړي.
د بشري حقونو د فعالانو په وینا تیره ورځ د حکومتي ځواکونو له لوري پر مظاهره کوونکو د تاوتریخوالو په پیښو کې ۲۵ تنه وژل شوي دي.
د فعالینو په وینا د حمص د شاوخوا سیمي د اوسیدونکو حالت د اندیښنې وړ دئ. هغوی د اوبو، خوارکي توکو او درملو له سخت کمي سره مخامخ دي. د حمص له ښار څخه بریتانوي عکاس په زخمې حالت کې په تېښته بریالی شوی دئ، خو د فرانسوي خبریال په اړه لا څه معلومات نشته.
د سوریې دولت د ډسمبر په میاشت کې ویلي ول چې وسله والو یاغي ډلو تر ۲۰۰۰ زیات سرتیري او پولیس وژلي دي.
د پاسکو په وینا د سوریې د حکومت له لوري د مظاهره کوونکو پر وړاندي د ټانکونو او راکټونو د گولیو باران«په ۱۹۸۲کال کي د حما ښار د ډله ییزو وژنو یاد تازه کیږي.»
په هغه وخت کې د بشارالاسد د پلار حافظ اسد له لوري د مظاهره کوونکو د ځپلو تر امر وروسته داسي اټکل کیدئ چې په زرونو لاریون کوونکي دي وژل شوي وي.
په ملگرو ملتونو کې د سوریې په اړه پر یوه نوي قرارداد باندې کار روان دئ چې په ترڅ کې به ئې د متاثره شوو ښارونو له خلکو سره د مرستې غوښتنه وشي.
د بشارالاسد دولت د ایران، چین او روسیې قوي ملاتړ له ځانه سره لري. روسيې او چین په سوریه کې د تاوتریخوالي د غندلو دوې پریکړې ویټو کړي دي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی:نجیب الله زیارمل