1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه وايي، طالبانو ۴۰۰ میلیونه ډالره تر لاسه کړي دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۲, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/167Cr

ملگرو ملتونه وايي، چي طالبانو په افغانستان کي د یوه کال په جریان کي د ۴۰۰ میلیونو په شاوخواکي ډالر په لاس راوړي دي. د ملګرو ملتو له خوا په یوه خپاره سوي رپوټ کي راغلي دي چي د ۲۰۱۱ کال د مارچ او د۲۰۱۲کال د مارچ تر مياشتي پوري دغه پیسې، د مالیو او بسپنو له لاري او همدارنګه پر خانانو، تجارانو او د مخدره موادو پر قاچاقبرانو باندي د فشار راوستلو له امله د دوی لاس ته ورغلي دي. ویل کیږي چي اسلامي پاڅون کوونکو هغه په سوو میلیونه ډالره هم ترلاسه کړي دي چي د مختلفو پر مختیايي پروژو له پاره اختصاص سوي وې. د ایساف په حواله طالبان هر کال تر۱۵۵میلیونه ډالرو پوري له خپلو پاڅون کوونکو سره مرسته کوي. په دې ډول دوی وکولای سوای د ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسي د حکومت او بهرنيو ځواکونو په مقابل کي خپله مبارزه پراخه کړي.