ملگري ملتونه: هر پنځم سوريايي بشري مرسته ته اړتيا لري
۱۳۹۱ بهمن ۵, پنجشنبهاعلان
د ملګروملتو د معلوماتو پر اساس هر۵ سوريايی بشري مرستي ته ضرورت لري. په نیویارک کښی د ملګروملتو د عاجلو مرستو ادارې خبر ورکړی دی، چي تقریباً ۴ ميلیونه انسانان باید خوراکي مواد او دواوي تر لاسه کړي او برېښنا او اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. د داخلي جنګو له لاسه دوه ميلیونه انسانان په داخل کښي بېځایه سوي دي او۶۶۰۰۰۰ نور خارج ته مهاجر سوي دي. د ملګروملتو دغه اداره وايی چي د دغو مرستو په خاطر ۱،۵ ميلیارده ډالرو ته اړتيا ده. د جنورۍ په پای کښي به په دې اړه په کویټ کښي د پيسو ورکولو هیوادو یو کنفرانس جوړ سي.