1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه د کندز د پیښې د څیړنو پر سر ټینگار کوي

۱۳۹۴ مهر ۱۴, سه‌شنبه

ملگرو ملتونو ویلي دي چې دوی به په کندز کې پر روغتون د هوایي برید په هکله د خپلو څیړنو د تر سره کولو تر مخه د پوځي پلټنو پایلې ته انتظار وباسي. په عین وخت کې بې سرحده ډاکټرانو د بې پلوو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1GjAK
انځور: picture-alliance/dpa/MSF

ملگرو ملتونو ویلي دي چې مخکې له دې چې دوی په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې د خونړي برید په هکله خپلې څیړنې تر سره کړي، د امریکا متحدو ایالاتو، ناټو او افغانستان له لوري تر حقیقت موندنې پورې به انتظار وباسي.

بې سرحده ډاکټرانو «ام اس اف» د شنبې په ورځ په کندز کې د دغه سازمان پر روغتون باندې د خونړي هوایي برید په هکله چې د دوی تر لسو زیات پرسونل په کې ووژل شول، د بې پلوو پلټنو د تر سره کیدو غوښتنه کړې ده. خو د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو ویاند ویلي دي چې اوس لا وختي دی چې وویل شي چې بې پلوه تحقیقات اړین دي که نه.

هغه خبریالانو ته په خپلو څرگندونو کې وویل: «لا هم لومړنې ورځي دي، زما په آند موږ لا انتظار باسو چې ووینو د امریکایي، ناټو او احتمالا د افغان چارواکو د پلټنو پایله څه ده.» هغه زیاته کړې ده چې دوی د باور وړ او شفافو پلټنو تر سره کیدو ته انتظار باسي.

د امریکا متحدو ایالاتو پوځ د بشپړو څیړنو ژمنه کړې ده چې آیا د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون له بمبارۍ سره د دوی پوځ کوم تړاو لري او که نه، خو دې خبرې ته یې اشاره کړې ده چې د ټولو حقیقتونو راټولول به وخت ونیسي.

بې سرحده ډاکټران چې د دغو بمبارۍ وروسته یې په نوموړې جگړه ځپلې سیمه کې خپل فعالیتونه درولي دي د متحدو ایالاتو پوځ باندې له خپل مسوولیت څخه د مخ اړونې تور لگولی دی.

تر دې د مخه په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو قوماندان جان کمپبل دا خبره منلې وه چې پر روغتون باندې برید امریکایي هوایي ځواک تر سره کړی خو ویلي یې وو چې دغه څه یې د افغان ځواکونو د غوښتنې په غبرگون کې تر سره کړي وو چې د طالبانو تر برید لاندې راغلي وو.

هغه خبریالانو ته ویلي وو: «د طالبانو د گواښ د له منځه وړلو له پاره هوایي برید تر سره شوی وو، چې په تصادفي توگه یو شمیر ملکي کسانو ته په کې مرگ ژوبله واوښته.»

پر روغتون باندې د برید په پایله کې د روغتون ۱۲ کارکوونکي او لس ناروغان ووژل شول، چې په کې درې تنه ماشومان هم شامل وو.

بې سرحده ډاکټرانو ویلي دي چې د متحدو ایالاتو د پوځ سپیناوی نیمگړی دی، چې څرنگه روغتون چې د هغې جي پي اس، موقعیت له پوځي چارواکو سره شریک شوی وو تر برید لاندې راغی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې د مخه د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د څانگې مشر زید رعد حسین ویلي وو که چیرې په محکمه کې دا خبره ثابته شي چې دغه برید په قصدي توگه تر سره شوی دی، نو کیدای شي چې جنگي جنایت وگڼل شي.