ملگري ملتونه: د سوریې د کډوالو له پاره کافي پېسې نه لرو
۱۳۹۱ شهریور ۱۵, چهارشنبهاعلان
ملګري ملتونه ویره لري چې د سوریایي کډوالو له پاره به د مرستې پيسې خلاصې سي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، په نیویارک کې وویل چې له ۱۹۳ غړو هیوادونو څخه چې د ۱۸۰ میلیونه ډالرو مرستو غوښتنه سوې وه، تر اوسه پورې د دغو پیسو نیمایي برخه نه ده راټوله سوې.
د بان کي مون په نظر په سوریه کې ۲.۵ میلیونه انسانان بشري مرستو ته اړتیا لري. ده زیاته کړه چی ۱.۲ میلیونه سوریایان له هیواد څخه تېښتې ته اړ سوي دي چې له هغوی څخه ۲۲۵ زره انسانان همسایه هیوادونو ته تللي دي.