1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: ايران سوريې ته وسلې ورکوي

۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبه

ملګرو ملتونو ویلي چې ایران اوس هم له سوریې سره د وسلو مرستي کوي. د ایران دغه اقدام د ملګرو ملتونو د ۱۷۴۷ لمبر پریکړي خلاف دﺉ.

https://p.dw.com/p/15vLI
انځور: AP

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران څخه سوریې ته د وسلو او پیسو د لیږدولو لړی اوس هم دوام لري. تر دې دمخه لوېديځو هیوادونو تل ویل چې ایران د سوریې د رژيم له مهم ملاتړ کوونکو څخه دﺉ او د سوریې رژیم ته د وسلو په برابرولو کې مهم رول لري.

د رویترز خبري آژانس په حواله ملګرو ملتونو ویلي دي چې ایران د اسد رژیم ته وسلې، مالي سرچينې او استخباراتي معلومات هم برابروي. په همدې حال کې د اسد د رژیم مخالفین وایي چې ایران د سوریې د پاڅون کوونکو پر وړاندي د جنګیدو له پاره د سپاه پاسداران او حزب الله یو شمیرغړي سوریې ته استوي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو عمومي مشر جفري فلتمن، په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته ویلي دي: «د ملګرو ملتونو سرمنشي تل د سوریې په جګړه کې ښکېلو خواو ته د وسلو د استولو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده. د دغو وسلو لېږل د ملگرو ملتونو ۱۷۴۷ لمبر پریکړه لیک د تر پښو لاندي کولو په معنی دﺉ.»

ښاغلي فلتمن زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل له مخې، ۱۷۴۷ شماره پریکړه لیک له ایران څخه د وسلو صادرات منع کوي. د هغه په حواله د امنیت شورا کولای شي د ایران د دې کار په ځواب کې د دې هیواد پر وړاندي سیاسي او پوځي بندیزونه ډیر کړي او ان په دې هیواد کې پوځي مداخله وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې کمېټې چې پر ایران باندي د تحریمونو مسئولیت پرغاړه لري له ایران څخه سوریې ته د وسلو د استولو ځیني بیلگې وړاندي کړي دي. د سوریې حکومت هم د دې په مقابل کې قطر او سعودي عربستان د دغه هيواد مخالفینو ته د وسلو په ورکولو تورن کړي دي.

دغه معلومات په داسې حال کې اعلان شوي دي چې په راتلونکې اوونۍ کې به د ملگرو ملتونو عمومي منشي د ناپېيلو هیوادونو په غونډه کې د گډون له پاره ایران ته سفر وکړي. ویل شوي دي چې هغه به په دې سفر کې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیدنه کتنه وکړي.

په دې ترڅ کې به بان کي مون د ایران له ولسمشر محمود احمدي نژاد او د دې هیواد له مذهبي مشر ایت الله خامنه ای سره هم وگوري. د دې لیدني کتني هدف د ایران او اسرائیلو تر منځ د شخړو کرارول ښوول شوي دي.

تر دې دمخه بان کي مون ویلي ول، چې ایران ته به سفر ونه کړي خو اوس ښایي پریکړو بدلون موندلی وي. یو شمیر کارپوهان وایي چې ښايي د دې سفر هدف په منځني ختیځ کې د یوې بلي جگړې د مخنوي هڅي وي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونک: نجیب الله زیارمل