«افغانستان باید د انساني قاچاق مخه ونیسي»
۱۳۹۲ اردیبهشت ۳, سهشنبه
دغه غوښتنه په داسې حال کې شوې ده چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې په تیرې لسیزې کې د نورو ټولو کلونو په پرتله ډیر شمیر افغان ځوانانو خپل هیواد پریښی دی او له قاچاقي لارو نورو هیوادونو ته تللي دي.
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د بیکارۍ د کچې د لوړوالي له امله لویدیځ هیوادونو ته د افغان ځوانانو د تګ لیوالتیا ورځ تر بلې زیاتیږي. ډیر شمیر افغان ځوانان له لویدیځې نړۍ ته د رسیدو په امید د قاچاقبرو منگلو ته لویږي او مخکې له دې چې خپل منزل ته ورسیږي، په لاره کې له ډیر ستونزو سره مخامخیږي چې په ځینو مواردو کې آن د هغوی د ژوند په قیمت هم تمامیږي.
د سویلي اسیا له پاره د (UNODC) استازي کریستینا البیرتن، د سه شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې افغان حکومت باید د انساني قاچاق مخه ونیسي. میرمن البیرتن وویل: «کله چې د جرم ساحه کتل کیږي باید د انساني قاچاق وړونکو د تدارکاتو ځایونه او هغه لارې چې دوی يې کاروي او دوی له نړیوالو قاچاقي لارو سره تړي هم په گوته شي.»
په افغانستان کې د انسانانو د قاچاق د رامنځ ته کېدو او ډېرېدو لاملونه ډېر دي خو ناامنۍ او بېوزلي هغه لاملونه دي چې د کورنيو او نړيوالو ادارو چاروکې يې په دغو پېښو کې اغېزه ډېره پياوړې بولي.
که څه هم د انسانانو قاچاق يوه نړيواله ستونزه ده خو د افغانستان په ګډون د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا ځينې هېوادنه د انسانانو د قاچاق له اصلي مرکزونو او لارو څخه ګنل کېږي.
له گواښونو ډکې لارې
ډیر شمیر افغان ځوانان د ایران له لارې لومړی ترکیې ته ځي او له ترکیې څخه بیا یونان او تر هغه وروسته ایټالیا او یو شمیر نورو لویدیځو هیوادونو ته ځي. یو شمیر نور افغانان بیا د اندونیزیا او مالیزیا له لارو استرالیا او نیوزیلند ته پناه وړي.
تر اوسه پورې پر دغو دوو لارو تلونکي په سلهاوو تنه افغان ځوانان مخکې له دې چې خپلو وروستيو منزلونو ته ورسیږي، پا د سرحدي ځواکونو له خوا ویشتل شوي، یا د قاچاق وړونکو له خوا په ځنگلونو کې پریښودل شوي او یا هم په اوبو کې ډوب شوي دي.
ملګري ملتونه وایي چې دا یوازې افغانستان نه دی چې د اسیا په کچه د انساني قاچاق له ستونزې سره لاس او ګرویان دی بلکې پاکستان، نیپال، بوتان او هندوستان هم له ورته ستونزو سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۲ کال رپوټ ښیي چې د نړۍ تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي له سوریې څخه دي. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې افغانستان په نړۍ کې د پناه غوښتونکو له لحاظه تر سوریې وروسته دویم ځای لري. تر دې مخکې عراق په نړۍ کې د پناه غوښتونکو د شمیر له له لحاظه لومړی هیواد وو.
چین، سومالیا، د پخواني شوروي اتحاد غړي هیوادونه، ناجیریا او سربیا نور هغه هیوادونه دي چې زیات شمیر خلکو یې په ۲۰۱۲ کال کې په نورو هیوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.