1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م په سوریې کې ډله ییزه وژنه غندلې ده

۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبه

ملگرو ملتونو په سوریې کې د ۹۲ ملکي وګړو تر خونړۍ ډله ییزې وژنې وروسته د عاجلو گامونو د پورته کولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/15397
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو څارونکي په یوه برید کې د ۳۲ ماشومانو په ګډون د ۹۲ کسانو وژنه منلې ده. فعالین ادعا کوي دولت د بریدونو تر شا دئ.

د ملگرو ملتونو د عمومي منشي او سوریې ته د دغه سازمان او عرب لیگ ځانگړي استازي کوفي عنان، له خوا په یوه گډه بیانیه کې د ۹۲ کسانو وژنه په کلکه غندل شوې ده. د راپورونو له مخې دغه بریدونه د سوریې د دولتي ځواکونو له خوا تیره ورځ د حمص ولایت د حوله په سیمه کې ترسره شوي دي.

په نوموړې بیانیه کې دغه عمل ظالمانه او وحشتناک بلل شوی دئ او دا کار له نړیوالو قوانینو او د سوریې د دولت هغې له ژمنې څخه چې له ښارونو څخه به درنې وسلې وباسي، سرغړاوي بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو بیانیه وړاندې ښکارۍ چې هر هغه څوک چې په دغه کړنه کې لاس ولري باید محاسبه ورسره وشي. په بیانیه کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد څخه په عاجله توگه د تاوتریخوالي د پېښو د درولو غوښتنه شوې ده.

په سوریه کې د ملگرو ملتونو څارونکي ماموریت، د شنبې د ورځې دغه پیښه تائید کړې ده او ویلي ئې دي چې د وژل شوو یو په درې برخه ماشومان جوړوي.

په سوریې کې د ملگرو ملتونو د څارونکي ماموریت د مشر جنرال روبرت مود، له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې دا ادعا چې په دغه برید کې ټانکونو توغندي توغولي ول، هم تائید شوې ده،. دا په تیرو ۱۵ میاشتو کې د سوریې د رژیم پر ضد د احتجاجونه د پیل راهیسي، تر ټولو بده بمباري وه.

د دولت ضد فعالینو د وینا پر اساس په دغه سیمه کې د جمعې په شپه د سوریې د دولتي ځواکونو د بمبارې په پایله کې تر سلو زیات کسان وژل شوي دي. د سوریې د دولتي تلویزیون له خوا د دغې پېښې یو څو انځورونه خپاره شوي دي. دولتي تلویزیو ویلي دي چې قربانیان د «ترهگرو» له خوا وژل شوي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش