ملگرو ملتونو د عراق د وضعې له کبله گواښ وکړ
۱۳۹۲ اردیبهشت ۷, شنبهملگرو ملتونو گواښ کړی دی چې عراق اوس په یوه ډیر حساس وضعیت کې دی او باید د دې هیواد د وضعی د لا خرابیدو د مخنیوي له پاره په لازمو اقداماتو لاس پورې شي.
د جمعې په ورځ هم په بغداد کې مسجدونو ته نزدي بمونه وچاودیدل. په عراق کې هغه وخت وضعه کړکیچنه شوه چې د دې هیواد په سنې میشته سیمو کې څلور ورځې مظاهرې وشې. له سه شنبې ورځې راهیسې په عراق کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.
د جمعې په ورځ هم په بغداد کې د سنیانو دوو مسجدونو ته نزدې چاودنې وشوي چې په کې شپږ کسان ووژل شول. له بلې خوا بیا په یوې بلې چاودنې کې یو سرتیری ووژل شو. د شعیه گانو د یوه مسجد مخې ته هم یوه چاودنه وشوه چې له کبله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر اوسه پورې هیڅ یوې ډلې هم د دغو چاودنو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
د سنیانو له خوا هغه وخت څلور ورځینۍ مظاهرې په لاره واچول شوې چې سرتیري د الحويجة په سیمه کې د هغوی یوه کمپ ته ورننوتل. تر دې وروسته بیا یاغیانو د بغداد په ۱۶۰ کیلومتري کې د «سلیمان پیک» په نوم یوه ښارگوټي کنترول په خپل لاس کې واخیست. خو هغوی له امنیتي ځواکونو سره یوې موافقې ته تر رسیدو وروسته بیرته له دې ښارگوټي څخه ووتل.
د دغو یاغیانو یو مشر جمیل السقر ویلي وو: «موږ له دې سیمې ځکه ووتو چې د خپلو خلکو د وینې د تویدو مخه ونیسو، ځکه موږ پوهیږو چې پوځ غواړي چې په یوې نوې عام وژنې لاس پورې کړي.»
تر دې مخکې د عراق لومړي وزیر نوري المالکي، په عراق کې د یوې «مذهبي کورنۍ» جگړې له پیلیدو څخه گواښ کړی وو.
د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو استازي مارتین کوبلر، په یوې بیانیه کې وویل: «زه پر ټولو سیاسي او مذهبي مشرانو باندې غږ کوم چې اجازه ور نه کړي چې غوسه د سولې ځای ونیسي. دغه مشران باید اوس له خپلې پوهې څخه کار واخلي ځکه چې هیواد یې اوس پر یوې څلور لارې ولاړ دی.»
د عراق په سني میشته ولایتونو کې مذهبي مشرانو له خلکو څخه غوښتي دي چې یو قومي پوځ جوړ کړي ترڅو پر هغوی باندې د پوځ د برید په صورت کې له خلکو او ځان څخه دفاع وکړي.
د سنیانو مذهبي مشر نیجاح المیزان، ویلي دي: «موږ پر خپلو قومونو باندې غږ کوو چې یو پوځ جوړ کړي ترڅو پر موږ باندې د دولتي ځواکونو د برید په صورت کې په دفاع لاس پورې کړي. دغه دولت د خپلو خلکو په وژنه کې هیڅ کله هم زړه نا زړه کیږي نه.»
د جمعې تر لمانځه وروسته هم په عراق کې به زرهاو سني مسلمانانو مظاهرې وکړې. په عراق کې سنيانو د دسمبر د میاشتې راهیسې په مظاهرو لاس پورې کړی دی. هغوی وایي چې د حکومت له خوا له سیاسي صحنې څخه لیري شوې دي.