ملگرو ملتونو د سپینې روسیې له پاره ځانګړی استازی وټاکه
۱۳۹۱ تیر ۱۶, جمعهاعلان
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ژنیوا کې د سپینې روسیې له پاره یو ځانګړی استازی وټاکه. په هغه پریکړه لیک کې چې د پنجشنبې په ورځ تصویب سو، راغلي دي چې دغه شورا په سپینه روسیه کې د بندیانو د ربړولو او له هغوی سره د خراب چلند له امله اندیښنه لري.
د بشري حقونو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ په یوه رپوټ کې چې د اپریل په میاشت کې خپور سوی دئ، راغلي دي چې په ۲۰۱۰ کال کې د جمهوري ریاست له ټاکنو راهیسې په دغه هیواد کې د حکومت له مخالفینو سره په زندانونو کې ډیر بد چلند کیږي.