1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگرو ملتود لوگر پر محکمې برید وغانده

abh/sn (afp) ۱۳۹۵ خرداد ۱۶, یکشنبه

د لوگر د مرکز پل علم پر محکمې د طالبانو له یو حملې سره لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي. طالبانو دا حمله د خپلو اعدام شوو ملگرو د «غچ اخیستنې» په نامه یاده کړې ده. ملگرو ملتو دا برید یو وحشیانه عمل وگاڼه او غندلی یې دی

https://p.dw.com/p/1J0sv

طالب وسلوالو د پلازمینې کابل په گاونډي ولایت لوگر کې پر یوې محکمې برید وکړ او لږ تر لږه ۷ تنه یې ووژل. هغوی دغه حمله په تیره میاشت کې د طالب بندیانو د څو تنو د اعدام څخه د «غچ اخیستنې» په نامه یاده کړه. د لوگر ولایت په مرکز، پل علم کې پر نوموړی محکمې دغې حملې سره ۲۳ تنه څارنوالان هم ټپیان شوي دي. د آژانسونو د معلوماتو له مخې هغوی د شپږ وسلوالو طالبانو چې نوي نیول شوي ؤ، د برخه لیکه په هکله غونډه درلوده.

د فرانس پرس د خبري اژانس په رپوټ کې راغلی دي چې د محکمې رئیس، محمد اکرم نجات په دغه حمله کې وژل شوی دی. دا حمله په داسی وخت کې صورت مومي چې طالبانو د خپل یو نوي مشر له ټاکلو سره خپل پسرلني عملیات تند کړل.

د لوگر والي محمد علیم فدايي فرانس پرس ته وویل:« وسلوالو چې د پولیسو جامې اغوستې وې، د محکمې ودانۍ ته ننوتل او په ډزو یې لاس پورې کړ.» فدایي یادونه وکړه: «له بده مرغه ۷ تنه ووژل شول چې په هغو کې د محکمې نوی رئیس، محمد اکرم نجات هم شامل دی.»

د لوگر د ولایتي شورا یو غړي، حسیب ستانکزي د مړو شمیر تصدیق کړی دی. طالبانو وویل چې دغه حمله د د مې د میاشتې په سر کې د شپږو طالب بندیانو د اعدامولو څخه غچ اخیستنه ده. ولسشمر محمد اشرف غني د مملی امنیت د ریاست په یوې ودانې له خونړې حملې څخه وروسته د یاغیانو په وړاندې یوه سخته پالیسي غوره کړه چې د ترهگرو اعدامول هم په کې شامل دي. د ذ‌بیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یو ویاند په خپل تویتر کې دغه حمله د هغه د خپلې جملې له مخې «د اعدام شوو مجاهدینو څخه غچ اخیستل» گڼلې ده.

دغه زور زیاتي په افغانستان کې د ناخوال امنیتي وضعیت څخه ویندويي کوي. په افغانستان کې د ملگرو ملتو د مرستی نمایندگې، «یوناما» د طالبانو دغه حمله وغندله. په یوې وینا پاڼې کې د یوناما رئیس، نیکولاس هیسم له افغان چارواکو وغوښتل چې په خپل پوره قوت او طاقت سره د افغانستان له « قضايي کار کونکو او نورو ملکیانو چې قضايي تأسیساتو ته د لاس رسي په لټه کې دي، ساتنه وکړي.»

هیسم وویل:«قضايي چارواکي او نور ملکیان هیڅکله محارب خلک گڼل کیدای نه شي او نه هم هغوی بایدهدف لاندی ونیول شي.»

د جون په لومړۍ نیټه طالب ځانمرگي برید کونکو چې د پولیسو جامې اغوستې وې په غزنی کی پر یوې محکمې برید وکړ او ۶ تنه یې ووژل. دغه راز د مې په ۲۵ نیټه کله چې طالبانو هیبت الله آخندزاده د خپل نوی مشر په توگه اعلان کړ، کابل ته نژدې یې پر دولتي کارکونکی حمله وکړه.