1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: نړیوالو افغان کډوال هیر کړي دي

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۳۱, دوشنبه

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو کمیسار فیلیپو ګراندي، نړیواله ټولنه تورنه کړې چې افغان کډوال یې هیر کړي. دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې اووه میلیونه افغانان په مهاجرت کې ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/1JA6B
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Senosi

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسار فیلیپو ګراندي، ویلي دي چې که څه هم نړیوالې ټولنې افغان کډوال هیر کړي دي خو دی به د خپل کار په لومړي کال کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حلولو باندې تمرکز وکړي.

هغه دغه څرګندونې د شنبې په ورځ ایران ته د خپل سفر پر مهال کړي دي. په دې هیواد کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

فیلیپو ګراندي د ایران د کورنیو چارو له وزیر حسین ذولفقار، سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «په خواشینې سره چې نړیوالې ټولنې افغان کډوال هیر کړې دي. یوازې هغه وخت چې نور کډوال اروپا ته ورسیدل، نو نړیواله ټولنه د افغان کډوالو په یاد شوه.»

ګراندي له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په ایران کې له میشتو افغان کډوالو سره خپلې مرستې ډیرې کړي که نه نو د هغه په خبره به دغه کډوال د خپلو وضعیت د ښه کولو له پاره نورو هیوادونو ته ولاړ شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر ذولفقاري، ټینګار وکړ چې هیواد یې هڅه کوي نورو هیوادونو ته د افغان کډوالو د تلو مخه ونیسي. هغه روښانه کړه چې هیواد یې په وروستیو کلونو کې ۷۳۵ زره غیر قانوني کډوال خپلو هیوادونو ته ستانه کړي دي.