1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه او جرمني په افغانستان کي بې وزلو خلکو ته مرستي رسوي

۱۳۸۷ آذر ۱, جمعه

جرمني پتېيلې ده چي په افغانستان کي د ژمي د پيل د مخه به په 7 مرکزونو کي د اړتيا وړ شيان زيرمه کوي او پر خپل وخت بې پر اړينو خلګو باندي ويشي.

https://p.dw.com/p/FzJs
يو جرمنی سرتيری په بلخ کي يو افغان ته د اړتيا وړ شيانو د ورکولو پر مهال
يو جرمنی سرتيری په بلخ کي يو افغان ته د اړتيا وړ شيانو د ورکولو پر مهالانځور: AP

متی ليکي، په افغانستان کي تير ژمی نه يوازي ډير سوړ وو، د خلکو په خيالونو کي پاته دئ، بلکي ډير اکمالاتي مشکلات هم ورسره مل ول. د نرخونو بې اندازې لوړوالي هم، گڼ شمېر بې وزلو خلکو ته د ورځنيو اړتياوو د وړ شيانو رانيونه ناممکنه کړې وه.

د راتلونکي ژمي د پاره نړيواله ټولنه مرسته کوي او خوراکي توکي به ورته رسوي. نو ځکه د آلمان اتحادي جمهوريت هم د کار يوه ډله په کابل کي دې کار ته گمارلې،چي حالات څاري او د ضرورت په صورت کي به آلماني مرستي خلکو ته ورويشي.

په کابل کی د آلمان د اتحادي جمهوريت سفير ښاغلی ورنار لاوک Werner Lauk څرگندوي:« له يوه پلوه يو مرکزي پروگرام جوړيږي، چي په 7 نورو هډو کي د 110000 کسانو د پاره ورځنۍ اړتياوي برابريږي. له بله پلوه به د بهرنيو چارو د وزارت له مالي امکاناتو څخه د ژمي د پاره مرستي چمتو کيږي، البته د آلماني مرستندويو ټولنو او هم د ملگرو ملتونو د سره صليب او کډوالو د چارو د څانگي لخوا،چي په تيره بيا د افغانستان د کورنيو کډوالو او هم له پاکستان څخه بيرته راستانه سوو کسانو گروېږنه کوي. دا ياد سوي دواړه ډوله کډوال د ژمي له ربړو څخه زيات اغيزمن کېدونکي دي.

متی وړاندي ليکي، د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د سږ ژمي په خاطر 4,5 مليونه يورو مرسته برابروي. د دې تر څنگ د ملگرو ملتونو د خوړو او خوراکي اړتياوو څانگي پيل کړی، چي موجودي ځېرمي وويشي: يعني 23000 ټنه د غنمو اوړه، نوري غله دانې، غوړي او مالکه څه نا څه يو مليون ډېرو اړو کسانو ته ورکړل شوي.

ستيفانو پوريتي په افغانستان کي د نړيوال غدايي پروگرام مشره ده وايي:«ربړي د افغانستان په ټولو35 ولايتونو کي شته. خو د شمالي سيمو غوندي داسي سيمي هم شته چي له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.»

ملگرو ملتونو تر اوسه پوري د ژمي له مرستو څخه په سلو کي 70 رسولي. خو د آکسفوم له مرستندويي ټولني څخه مات والډمن دا اندېښنه لري، چي وخت ډېر تنگ دئ او زياتوي:«لومړۍ واوري اورېدلي دي او د هيواد ليري پرتو سيمو ته به رسيدنه کوم آسان کار نه وي.

هو يو لړ فکټورونه او لاملونه به د افغانستان خلکو ته سږ ژمی د مرستو رسول لانور هم مشکل کړي: مثلاً وچکالۍ د بنسټيزو خوراکي څيزو نرخ لوړ کړی دئ، گاونډي هيواد ايران، يو لک تنه بې وزله افغانان له خپلي خاوري څخه ايستلي او له پاکستان څخه هم 270000 افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته راستانه سوي.په هيواد کي د ننه اخ وډب زيات شوی او په نتيجه کې يې بشري مرستو ته ستونزي رامخ ته سوي.

د ANSO په نامه د يوې بهرنۍ ادارې مشره نيک لي له نظره:«سږکال د اکتوبر په مياشت کې جگړې، د تېرکال د جگړو د موسم د لوړ حد په پرتله لا زياتي وې، جگړې په چټکتيا سره رواني دي.»

د کال له پيل نه تر اوسه پورې د خوړو د نړيوالې ادارې پر کمکي مالونو بار لاريو باندې 25 ځله وسله والې حملې شويدي. په دې ډول سره 870 ټنه خوراکي شيان له منځه تللي، کوم چې يوه مياشت د يو لکو کسانو د پاره بس وو.