1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه:د لامپيدوسا ټاپو کي د پناه غوښتونکو وضعيت ډير خراب دی

۱۳۸۸ فروردین ۳, دوشنبه

د ايټاليا دغه ګوچنی ټاپو چي د تونس او د سسلي ټاپوګانو تر مينځ پروت دی اروپا ته د کډوالو په مخ کي د پناه وروړلو لومړی ټاټوبی دی...

https://p.dw.com/p/HIBB
د لامپيدوسا ټاپو په کمپ کي ايسار سوي کډوال تر ډيرو سختو شرايطو لاندي ژوند کوي
د لامپيدوسا ټاپو په کمپ کي ايسار سوي کډوال تر ډيرو سختو شرايطو لاندي ژوند کويانځور: picture-alliance / dpa

په دغه ټاپو پکښي په لسګونو زره پناه وړونکي چي د بېړيو په واسطه له افریقا او آسیا څخه راځي لنګر اچوي.پخوا دلته د هغوی د پالني له پاره لومړنۍ مرستي برابريدلې چي وروسته بیا له دې ټاپو څخه هغوی د سسلي او ايټاليې نوروکمپونو ته استول کېدل.

له دغوځايونو څخه پناه وړونکو په آسانۍ سره کولای سوای چي د ايټاليې نورو ښاورنو او یا نورو اروپايي هيوادونو ته کډه وکړي او د پناه غوښتني په لټه کي سي. د نوي ميلادي کال په پيل کي د ايټاليا حکومت پریکړه وکړه . چي د لامپيدوسا، ټاپو کي د پناه وړنکو له پاره د ایسار کولو یوکمپ جوړ کړي، چي هغوی تر شپږو مياشتو پوري بايد پکښي وساتل سي. چي اوس نړیوالوسازمانونو ددې پريکړي پر ضد سختي نيوکي کړي دي.

د ملګرو ملتونو دکډوالو د چارو د عالی کمېسارۍ يوه غړې باربره موليناريو وايي د لامپيدوسا دکډوالو د ايساروني په دواړو کمپونو کي وضعيت ډير ناخوال دی، هلته په یوتنګ ځای کي د دومره انسانانو خوندي کول، هغه هم چي يو بل نه سره پيژني، ډير دردونکی دی، دا وضعيت سړی ته بيره پيدا کوي، دا خطر سته چي هلته دکډوالو په مينځ کي د زور زياتيو له پاره لمسوني راوپاريږي.

«موږ په څرګنده توګه وايو، د لامپيدوسا په ټاپو کي هر ډول دايمي هستوګڼه د زغمولو وړ نه ده.کله چي په جنورۍ کي ديوې لنډي مودې له پاره له دغه ټاپو څخه دکډوالو ليږدول بند سول، د ژوندانه شرايط هلته ډير ناخوال سول. زه غواړم چي پر دې ټينګار وکړم چي پخوانی چالچلند ډير غوره و. موږ کډوالو ته ځای ورکاوه، د هغوی پالنه مو کوله، هغوی مو د خپلو حقوقو او مکلفيتونو په هکله خبرول. بيا موهغوی سترو مرکزونو ته لېږل،چي هلته د هغوی له پاره لازم بندو بست کېدی.»

د اسيا او افريکا څخه د ايټاليا و لامپيدوسا ټاپو ته مهاجر د ډيرو سختو شرايطو تر ګاللو وروسته ځانونه رسوي
د اسيا او افريکا څخه د ايټاليا و لامپيدوسا ټاپو ته مهاجر د ډيرو سختو شرايطو تر ګاللو وروسته ځانونه رسويانځور: AP

موليناريو يادونه کوي، په دې پناه غوښتونکو کي داسي کسان هم سته چي د مرګ له خطر سره يې تر سفرونو وروسته دغه ټاپو ته رارسېدلي دي. د ايټاليا ښی اړخی محافظه پال حکومت وايي چي دغه کډوال غير قانوني دي. خو د ملګرو ملتو د کډوالو نوموړې چارواکې د ايټاليا د حکومت له دغه دريځ سره موافقت نه لري.

« دا خبره درسته نه ده. په دې کي شک نه سته چي په کډوالو کي هغه خلک هم سته چي په خپلوهيوادونو کي د اقتصادي ستونزو له امله خپل وطنونه خوشي کړي دي، خو د هغوی شمېر ډېر لږ دی. په سلو کي 70 کډوالو تيرکال په ايټاليا کي د پناه له پاره غوښتنه کړې ده. د هغوی له جملې څخه په سلو کي50 منل سوي دي. نو موږ دلته له هغو انسانانو څخه خبري کوو چي بله چاره نه لري.»

په اوسني وخت کي د لامپيدوسا د ټاپو په کمپونو کي700 تنه کډوال ايسار ساتل سوي دي. تر دې د ډيرو نورکسانو له پاره ځای نه سته. په تيرو اونيو کي څلور بېړۍ چي 500 کډوال پکښي سپاره ول، دغه ټاپو ته رسېدلي دي.

ددې پرځای چي هغوی د يو سخت لاله انده سفر څخه وروسته یو څه دمه وکړی، سمدلاسه په هماغه ورځ د سسلي ټاپو ته په نورو بېړيو کي واستول سول. ددې چلند په وړاندي د کډوالو له پاره د ملګرو ملتو عالی کمېسارۍ هم احتجاج وکړ.

د ماشومانو د ژوند د خوندي ساتني له سازمان څخه، فدیریکا برتولين هم دغه ډول نيوکي کوي، هغه په خاصه توګه د کم سنوکډوالو او بيا ماشومانو د ژوند په هکله سخته اندېښنه لري.

هغه وايي لږ عمر لرونکي کډوال بايد له ايټاليا څخه ونه ايستل سي. خو د ايټاليا حکومت ښايي د اپريل په مياشت کي تصميم ونيسي چي د لامپيدوسا په ټاپو کي له کډوالو سره څه کول غواړي.