1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتو په مالي کې پوځي کودتا په کلکه وغندله

۱۳۹۱ فروردین ۱۷, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14Y6i

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په مالې کې د زورزیاتي د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه وکړه. دغې شورا په خپلې یوې اعلامیه کې د مارچ د میاشتې پوځي کودتا په کلکه غندلې ده او په دغه هیواد کې ئې بیرته د اساسي قانون پر اساس د نظم د راوستلو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا د هیواد په شمال کې له یاغیانو څخه هم غوښتنه سوې ده چې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي. په بماکو کې تر دغې کودتا وروسته د طوارق یاغیانو ته هم زمینه برابره سوه چې د انصار دین له اسلامي ډلې سره په ګډه د یو څو ورځو په جریان کې د هیواد شمالي برخه تر خپل کنترول لاندې راولي. ویل کیږي چې د تیمبوکتو په ښار کې د طوارق اسلامپالو ان د شریعت پر اساس د قانون اعلان کړی دئ.