1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو په سودان کې هوایي بریدونه غندلي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14k50

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکیمون، په سودان کې د بیتیو او روبکونا پر ښارونو باندې هوایي بریدونه په کلکه وغندل. د هغه د ویاند ادواردو دیل بویې، په حواله بن کیمون په خرطوم کې له حکومت څخه غوښتي دي چې ټول جنګي مهمات په ټپه ودروي.

نړیوالې ټولنې له دواړو دولتونو څخه غوښتي دي چې د دغه سرحدي سیمې د شخړې په اړه باید له یو بل سره د سولې له لاري خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي سودان جمهور رئیس عمر البشیر د زورزیاتي د ختمولو په اړه د ملګرو ملتونو د غوښتنی په مقابل کی کوم غبرگون نه دئ ښودلی. سودان او جنوبي سودان د څو میاشتو راهیسي د تیلو پر سرحدي سیمه باندې یو د بل سره په شخړو اخته دي.