1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي سوډان کې د اوربند غوښتنه

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۱۲, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو مشرې په جنوبي سوډان کې د وضع د لا خرابیدو څخه د مخنوې په خاطر د اوربند غوښتنه کړې ده. په عین وخت کې د دغه هیواد ولسمشر سلوا کییر، د سوډان په دوو سیمو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1AkIB
انځور: Reuters

د جنوبي سوډان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هایلد جانسن، د چهارشنبې په ورځ وویل چې تر اوسه پورې د دې جانس موجود دی چې د نړۍ تر ټولو نوی هیواد سوډان «له تباهې څخه» وژغورل شي.

په داسی حال کې چې پلازمېنې «جوبا» ته نزدې د « بور» په ښار کې جګړه روانه ده، میرمن جانسن وویل چې دغه هیواد په یوه برخلیک ټاکونکي حالت کې قرار لري. د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواکونو دغې استازۍ له ولسمشر سلوا کییر، او د هغه له پخواني مرستیال ریک مشار، چې د حکومت ضد یاغیانو مشري پرغاړه لري وغوښتل چې د خبرو اترو میز ته سره کښیني. جانی وویل: «دغه هیواد په څلور لاري کې قرار لري [...] په لاره کې خنډ رامنځته شوی دی، خو اوس هم کیدای شې د زور زیاتي د ډیریدو مخه ونیول شي. دا کار د دغه هیواد مشرانو او دواړو اړخونو پورې اړه لري». د ملګرو ملتونو د سوله ساتې ځواکونو مشرې زیاته کړه: «هم کییر او هم مشار دواړو ما ته ویلې دي چې د خبرو اترو پلویان دي او سولې ته چانس ورکوي.»

ملګري ملتونه اټکل کوې چې په جنوبي سوډان کې د جګړې له پيلیدو راهیسې تر اوسه پورې ۱۰۰۰ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۷۵۰۰۰ تنه بې ځایه شوې دي.

ډیر شک او تردید ته ضرورت دی

میرمن جانسن دغه خبرې د ریک مشار د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي دي چې ویلې يي وو خپل ځواکونه به پلازمېنې ته واستوي. جانسن زیاته کړه: «زه فکر کوم موږ ضرورت لرو په داسی یوه وخت کې دا ډول څرګندونو ته د ډیر شک په سترګه وګورو.»

دواړو ښکیلو خواو خپل استازي د خبرو اترو له پاره حبشې ته استولي دي خو تر اوسه پورې یاغیانو خپلې وسلې پر ځمکه نه دي ایښي. په عین وخت کې حکومت هم د اوربند وړاندیز کړی دی خو د واک د ویشلو طرحه يي رد کړی ده. حکومت وايي چې دا کار به یاغیانو ته د «امتیاز ورکولو» په معنی وي.

کییر چې د«دنکا» د اکثریت قومي ډلې پورې تړاو لري ټینګار کوې چې دغه جګړه د مشار د پلویانو له خوا د کودتا په پایله کې پيل شوې ده چې د «نویر» قومي ډلې پورې منسوبیږي.

مشار چې د کییر له خوا د جولای په میاشت کې له دندې کوښه کړل شوی وو ادعا کوې چې د«نویر» پر ساتونکو تر برید وروسته دا شخړه پيل شوې ده.

د چهار شنبې په ورځ د دواړو خواو استازي د حبشې پلازمېنې ته رسیدلي. ټاکل شوې ده چې دغه خبرې اترې به د پنجشنبې په ورځ پیل شې. د چهار شنبې د ورځې په وروستیو کې کییر د «جونقلي» او«یونیتي» په ایالتونو کې بیړنې حالت اعلان کړ.

«بور» د جونقلي ایالت مرکز د شخړې کلیدي سیمه ده په کوم ځای کې چې حکومتي ځواکونه د یاغیانو سربیره له «سپین پوځ» یا قبایلي ملیشې سره چې د مشار پلویان دي جګړه کوي.

جنوبي سوډان وروسته د لسګونو کلونو جګړې څخه چې نږدې دوه میلیونه انسانان په کې ووژل شول په ۲۰۱۱ کال کې له سوډان څخه جلا شو او په دې ترتیب سره د نړۍ تر ټولو نوی هیواد شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب