ملګرو ملتونو د طالبانو سره د خبرو اترو ليوالتيا ښودلې
۱۳۸۸ اسفند ۲۵, سهشنبهد ملګرو ملتو د امنيت شورا به د پنجشنبې په ورځ د بان پر رپوټ باندي غور وکړي او په راتلونکي اونۍ کي به د12 نورو مياشتو په موخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ماموريت د مودې د غځولو پر سر رايي ورکړي.
د ملګرو ملتو عمومي منشي وويل، چي د يوناما ماموريت کولاي سي د افغانستان له حکومت سره په هغه يو پلان کي مرسته وکړي، چي هدف يي د ملي پخلايني د پروسي پياوړي کول دي.
بلخوا د افغانستان د جمهوري رياست د وينا له مخه افغان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا جمهورريس بارک اوباما هم په يوه ويډيويي تلفون کي د طالبانو سره د خبرو اترو په اړه ږغېدلي دي.
اوباما د خپل سلف، جارج ډبليو بوش په پرتله ډير لږ له کرزي سره خبري کوي او د 2008 کال څخه را په دې خوا، چي د متحده ايالاتو جمهور رييس سوی دی، له افغانستان څخه يي ليدنه کتنه هم نه ده کړي.
د کرزي د دفتر له خوا په يوه خپره سوې پاڼه کي راغلي، چي د افغانستان جمهور رييس اوباما ته د سولي او ملي پخلايني د پروسې د ګړندي کولو لپاره د افغان حکومت د هڅو په هکله معلومات ورکړل او د نوموړي دفتر د خپلي وينا له مخي «د متحده ايالاتو جمهور رييس له دغو هڅو څخه هرکلی وکړ.»
واشنګټن ليوال دی، چي د ياغيانو له ټيټ پوړو ليکو سره تماس ټينګ سي او هغوی د سولي په پروسه کي ګډ سي، خو د هغوی لوړ پوړو مشرانو ته د لاس اوږدولو لپاره له احتياط څخه کار اخلي.
دغه راز ملګرو ملتو پرون وويل، چي د افغانستان لپاره د هغه سازمان لوړ پوړی استازی، د اونۍ په سر کي کابل ته ورسيد تر څو خپل نوی ماموريت اشغال کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د نمايندګۍ، يوناما نوی مشر ستيفان دي ميستورا نوميږي، چي له سويډن څخه دی او د پخواني استازي، کاي آيدي چي نور يې نه غوښتل خپلي دندي ته دوام ورکړي، ځاي ونيو.
د هغه مرستيال مارتين کوبلر، چي يو آلمانی دی، د اپريل د مياشتي په سر کي افغانستان ته رسيږي. د يوناما نوي مشر، دي ميستورا په خپله لومړي تبصره کي وويل:« په افغانستان کي ثبات او د ټولنيز - اقتصادي وضعيت ښه کول د هغه په لومړی توبونو کي راځي، خو په دې دواړو برخو کي افغانان خپله بايد مخکښ نقش ولوبوي.»
RTRE/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل